د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د دفاع وزارت د جولای په ٢١مه نېټه وويل په تېرو ٢٤ساعتو کې د افغانستان د پوځ، پوليسو، استخباراتي کارکوونکو له خوا د طالبانو او داعش لږ تر لږه ١٢٠ تنه وسله وال کسان ووژل.
د افغانستان د دفاع وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل ځواکونو د افغانستان په ختيځ، جنوب او شمال کې د وسله والو په پټځايونو باندې بريد کړی. يادو ځواکونو په هلمند ولايت کې د طالبانو پر يوې اډې بريد وکړ چې په دغه سيمه کې د طالبانو د يو مشر په شمول ٢٢تنه يې وژلي دي.
تر اوسه پورې طالبانو او داعش په دې هکله هيڅ ندي ويلي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |