CRI Online

د اسلامي دين د تعادل او برابرۍ مراعات کولو فکري نظريو نړيوال سيمينار په ارموچي ښار کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-22 14:56:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسلامي دين د تعادل او برابرۍ مراعات کولو فکري نظريو نړيوال سيمينار چې د چيني ملت د مذهبي کولتورونو د تبادلې ټولنې او د چين د اسلامي ټولنې لخوا جوړ شو، د جولای له شلمې نېټې نه تر يوويشتمې نېټې پورې د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په مرکز ارموچي کې تر سره شو. د چين، روسيې، قزاقستان، ازبکستان، قرغيزستان او تاجکستان په شمول د شپږ هېوادونو اسلامي شخصيتونو، کارپوهانو او چارواکو پکې د تعادل او برابرۍ مراعات کولو د فکري نظريو د غوښتنې او له افراطيت سره د مخالفت په باب بحث وکړ. برخوالو په ګده وړانديز وکړ چې اړوندې خواوې له افراطيت سره د مخالفت، د ملي يووالي د ټينګېدو او د نړيوالې سولې او همغږۍ لپاره هڅې وکړي.

د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې مشر شوکلات زاکير په دغه سيمينار کې وويل،

له افراطيت سره مخالفت، د هېواد د يووالي ساتل او د بېلا بېلو قومونو د يووالی او د ټولنې د ثبات ساتل د مذهبي شخصيتونو په شمول د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د درويشتو مليونو خلکو ګډ‌ه اراده او عمل دی. هيله لرو چې په دې سيمينار کې له نورو برخوالو سره د خبرو اترو له لارې ګډو نظريو ته ورسېږو او د تعادل او برابرۍ مراعات کولو فکري نظريو د غوره کولو او د افراطيت د مخنيوي په برخو کې د مسلمانانو لارښوونه وکړو، تر څو د نړيوالې سولې او پرمختګ، د بشري مدنيت د پرمختګ او د مذهبي همغږۍ لپاره خدمتونه وکړو.

د چين د مذهبي چارو ادارې مشر وانګ ځيو ان وويل،

د روانې پيړۍ له پيل راهيسې، افراطيت په بېلا بېلو هېوادونو، سيمو، قومونو او کولتورونو کې د خپرېدو په حال کې دی او نړيواله ننګونه ګرځېدلې ده. په داسې حال کې کوم هېواد پخپله ستونزه حل نه شي کېدای. نو نړيواله ټولنه بايد يو لاس شي او د ستونزو د ليرې کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.د افراطيت پرضد مبارزه نه يوازې د حکومت دنده ده، بلکې د ټولنې د هرې ساحې هڅو ته اړتيا لري. د بېلا بېلو هېوادونو مذهبي ساحه بايد د تعادل او برابرۍ مراعات کولو فکري نظريو د غوره کولو او د افراطيت د مخنيوي له لارې له ترهګرۍ، بېلتون غوښتونې او افراطيت سره د مقابلې لپاره خدمتونه وکړي.

د تعادل او برابرۍ مراعات کولو فکري نظريې په اسلامي دين کې يو مهم رکن دی او له مسلمانانو څخه غوښتنه کوي چې د تعادل او برابرۍ لاره غوره او نرمې او پراخې نظريې ولري. د چين د اسلامي ټولنې مشر چن ګوانګ يوان وويل، 

موږ د دې سيمينار پر بنسټ د تعادل او برابرۍ مراعات کولو پر فکري نظريو تينګار کوو او له افراطيت سره ګد مخالفت کوو. موږ په دقيقه او جدي توګه يادې نظريې پيژنو او له اوسنۍ نړيوالې ټولنې سره د اسلامي دين د همغږۍ لپاره کوښښ وکړو. موږ غواړو له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د ټولنې د سولې، دوستۍ، يووالي او پرمختګ لپاره هڅې وکړو.

د معلوماتو له مخې، راتلونکی سيمينار به په راتلونکي کال کې د روسيې په پلازمينه مسکو کې تر سره شي. د روسيې د مفتيانو کميټې مشر شيخ لاوير کانوتجين وويل،

روسيه چې له شلو مليونو نه زيات مسلمانان پکې ژوند کوي، د چين شينجيانګ ته نژدې ده. په تاريخ کې د بېلا بېلو هېوادونو مسلمانانو د ورېښمو لارې په اوږدو سيمو کې د يو لاس کېدو بهير د پياوړتيا لپاره مهم رول لوبولی دی. هيله ده چې د بېلا بېلو هېوادونو مسلمانان خپلمنځي تبادلې پياوړې کړي او په منځني اسيا کې د مختلفو هېوادونو ترمنځ د سولې او دوستۍ د ټينګېدو لپاره هڅې وکړي.

د مذهبي چارو په اړه د ازبکستان د کابينې کميټې د جوماتونو د دفتر مشر يورداشيف وويل، 

د ازبکستان حکومت، ټولنه او مذهبي ډلې په ګډه له افراطيت سره د مخالفت لپاره تدبيرونه نيسي. دغه سيمينار يو ډېر ښه فرصت دی. هيله ده چې د چين په شمول نورو هېوادونه سره ښه ګاونډيتوب وساتي او لا ښه تګ راتګ وکړي، تر څو نړيواله او سيمه ييزه سوله او ثبات وساتل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای