CRI Online

لي که چيانګ د چين او شپږو اقتصادي سازمانونو ترمنځ په ګردي ميز غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-22 15:26:15

سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د نړيوال بانک له مشر کيم جيم يونګ، د نړيوال پولي صندوق له مشرې کريسټين لاګارډ، د سوداګرۍ نړيوال سازمان له عمومي مدير روبرټو ازيويدو، د کارګرو د نړيوال سازمان له عمومي مدير ګوي ريډر، د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان له سرمنشي انګيلا ګوريا او د پولي ثبات شورا له مشر مارک کارني سره د چين او شپږو اقتصادي سازمانونو ترمنځ په ګردي ميز غونډه کې ګډون وکړ. په دغه غونډه کې ويل شوي چې په تېرو څو کلونو کې نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په لاره کې له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخ و، نو د نړيوالو اقتصادي تګلارو همغږي او منځګړيتوب ستر اهميت لري. سږ کال به چين د شلو هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد په توګه د فرصت په نيولو سره د نوښت په شمول د اقتصاد د زياتوالي نوی ټکی پياوړی کړي، د جوړښت اصلاحات به ژور کړي، د پانګونو او اساسي تاسيساتو ابادي به پياوړې کړي، پولي اصلاحات به پلی کړي، سوداګري به سمسوره کړي، کاري فرصتونه به زيات کړي، تر ۲۰۳۰ کاله پورې د پر له پسې پرمختګ اجنډا به پلي کړي او نړيوالې ننګونې به ليرې کړي، تر څو نړيوال اقتصاد قوی شي او پر له پسې پرمختګ وموندل شي.

برخوالو موافقه وکړه چې په دغه غونډه کې غني نتيجې تر لاسه کړې دي. د چين او نړيوالو اقتصادي سازمانونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو، په نړيواله پولي ساحه کې د همکاريو د ژورتيا او د نړيوالو ننګونو د حلولو لپاره د ګډو هڅو د پياوړتيا لپاره د دغې غونډې نظام طرحه کړی او په مناسب وخت او ځای کې به دغه غونډه يو ځل بيا تر سره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای