CRI Online

امريکا په سعودي عربستان کې خپلو اتباعو ته د ترهګريز بريد په هکله بيړنی خبر ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-07-22 19:13:32

د سين هوااژانس د خبر له مخې: په سعودي عربستان کې د امريکا سفارت د استخباراتو په قول د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ٢١مه نېټه په سعودي عربستان کې خپلو اتباعو ته د احتمالي ترهګريز بريد په هکله بيړنی خبر ورکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د سعودي عربستان په جيده کې د عمومی قونسلګرۍ نه خبر ورکړل شوی چې امکان شته چې په دغه ځای کې امريکايان له احتمالي ترهګريز بريد سره مخامخ شي. اعلاميه امريکايي اتباعو ته خبر کوي چې د جيدي بازارونو، راستورنتونو او دکانونو په شمول ځايونو ته د تللو په وخت کې ويښتووب وساتي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای