CRI Online

لي که چيانګ د عمده نړيوال پولي سازمانونو له مسؤلينو سره د نړيوالو اقتصادي ننګونو د ليرې کولو پر لارو چارو بحث وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-23 15:27:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د نړيوال بانک له مشر کيم جيم يونګ، د نړيوال پولي صندوق له مشرې کريسټين لاګارډ، د سوداګرۍ نړيوال سازمان له عمومي مدير روبرټو ازيويدو، د کارګرو د نړيوال سازمان له عمومي مدير ګوي ريډر، د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان له سرمنشي انګيلا ګوريا او د پولي ثبات شورا له مشر مارک کارني سره د چين او شپږو اقتصادي سازمانونو ترمنځ د ګردي ميز په غونډه کې ګډون وکړ. برخوالو د دغې غونډې په لومړۍ مرحله کې د نړيوالو اقتصادي حالاتو او ننګونو تر عنوان لاندې د نړيوالو اقتصادي تګلارو، تر ۲۰۳۰کاله پورې د پر له پسې پرمختګ د اجنډا، د نړيوالې سوداګرۍ د بياسمسورتيا د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو، د کاري بازار د تګلارو او د نړيوالو پولي څارنو او اصلاحاتو په اړه بحث وکړ.

صدراعظم لي که چيانګ پنځه فقره ييز وړانديز وړاندې کړ. لومړی، عمومي اقتصادي تګلارې دې همغږې شي. دوهم، د دوراني عواملو او جوړښت د ژورو توپيرونو ترمنځ اړيکې او د لنډ او منځني او دايمي مسئلو ترمنځ اړيکې دې حل شي. درېيم، په نړيوالې سوداګرۍ کې ازادي او اسانتياوې دې پياوړې شي. څلورم، د اقتصاد پراخ زياتوالی دې پياوړی شي. پنځم، د اقتصاد د بيا سمسورتيا په بهير کې د ماليې رول دې پياوړی شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای