CRI Online

د چين د سوداګريزو تګلارو په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان شپږمه ارزونه پای ته ورسېده.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-23 15:39:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګريزو تګلارو په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان شپږمه ارزونه د جولای په ۲۲مه نېټه په ژنيو کې پای ته ورسېده. د چين د سوداګرۍ مرستيال وانګ شوه وين د چيني پلاوی په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون درلود او د ۲۰۱۴م کال د جولای راپدېخوا د چين د اقتصادي پرمختګ، په سوداګرۍ او پانګونو کې پرمختيايي حالات، د اصلاحاتو او ورخلاصون عمومي تدبيرونه او د څواړخيزې سوداګرۍ په نظام کې د چين د ګډون حالت يې شريک کړل.

د دغه سازمان غړي دغه ارزونه ته ډېره پاملرنه کوي او چين ته د عمومي اقتصادي نظام او د اقتصادي او سوداګريزو تګلارو په باب ۱۹۵۵ کتبي پوښتنې وړاندې کړې دي. ۵۹ استازو په دغه ارزونه کې ويناوې وکړې. برخوالو له چين سره اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته پاملرنه څرګنده کړه، د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې د چين د تدبيرونو يې لوړه ستاينه وکړه، د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله نورو هېوادونو ته برابر شوي فرصتونه يې ومنل، پر څواړخيز سوداګريز نظام د چين د ټينګښت مثبته ارزونه يې وکړه او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره د يو مسؤلانه هېواد په توګه د چين له کوښښونو څخه يې مننه څرګنده کړه.

دغه راز، يو شمېر برخوالو د چين د سوداګريزو تګلارو د شفافيت، له دولتي تصديو سره د کومک او د پوهني حق د ساتنې په برخو کې يو شمېر وړانديزونه وکړل.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای