CRI Online

د ايډز ناروغۍ نړيواله غونډه پای ته ورسېده.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-23 15:48:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايډز ناروغۍ ۲۱مه نړيواله غونډه د جولای په ۲۲مه نېټه په ماسپښين د جنوبي افريقا په ساحلي ښار دوربان کې پای ته ورسېده. د هغې موخې د تر سره کېدو لپاره کوم چې تر ۲۰۳۰م کال پورې ايډز ناروغۍ له نړۍ څخه پاکه شي، په دغه غونډه کې له پرمختللو هېوادونو څخه غوښتنه وشوه چې د ايډز ناروغۍ د څيړنې، وقايي او علاج په برخو کې لا زياتې پانګې واچوي، تر څو د ايډز ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته وکړي.

د م م د سرمنشي مرستيال او د ايډز ناروغۍ د ادارې رياست اجرايوي مدير ميچيل سيدبي وويل، په دې وخت کې چې د ايډز ناروغۍ د وقايي او علاج کارونه پيسو ته اړتيا لري، مالي امکانات کم دي. تېر کال په ۱۴ مرسته ورکوونکو هېوادونو کې ۱۳ هېوادونو خپلې مالي مرستې کمې کړې دي.

اوس په ټوله نړۍ کې شل مليونه تنه ناروغان چې په ايډز ناروغۍ اخته شوي، تر علاج لاندې نه دي. ايډز ناروغۍ د بشريت د روغتيا په مخ يوه سخته ننګونه ده او د ځوانانو د مړينې دوهم لوی لامل دی. په افريقا کې ايډز د ځوانانو د مړينې لومړی لوی سبب پيژندلی شوی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای