د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د حکومت ويبپاڼې د جولای په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې د روسيې او ترکيې د اقتصادي او سوداګريزو کميټو ترمنځ تګ راتګ بيا اعاده شوی دي. له ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۹ کاله پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ، ساينس او تخنيک او کولتوري همکاريو په باب د پروژو خبرې اترې بيا پيل شوې دي. بر سېره پردې، د خدمتي سوداګرۍ، پانګونو او د ګډ صندوق د جوړولو په اړه دوه اړخيزې خبرې اترې هم بيا پيل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې، د ترکيې د صدراعظم مرستيال نورطين کانيکلي به د جولای په ۲۶مه نېټه د اقتصادي پلاوي په مشرۍ مسکو ته سفر وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |