CRI Online

چين د مالياتو د نړيوال نظام د جوړولو غوښتنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-23 16:00:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ماليې وزير ليو جي وي د جولای په ۲۳مه نېټه غوښتنه وکړه چې د شلو هېوادونو ډله بايد د نړيوال اقتصاد د قوي کېدو لپاره د مالياتو د نړيوالې ادارې په برخه کې د لارښوونې رول ولوبوي او په دې برخه کې د نړيوالو همکاريو د نژدې کېدو او د مالياتو د عادلانه او پراخ نړيوال نظام د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي دغه څرګندونېد دغې ډلې د مالياتو په عالي رتبه سمينار کې وکړې چې د جولای په ۲۳مه نېټه د چين د سي چوان ولايت په چنګ دو ښار کې تر سره شو. نوموړي د دغه سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې د دغې ډلې له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د مالياتو د عادلانه او مساوي نړيوال نظام، د مالياتو د نړيوالو همکاريو او همغږۍ او د نړيوال اقتصاد د قوي کېدو لپاره لا نورې هڅې وکړي. نوموړي په دې اړه څلور فقيره ييز وړانديز وکړ. لومړی، بايد د مالياتو د نړيوال پرمختيايي طرز ته پام وشي. دوهم، د مالياتو نړيوالې همکارۍ دې پياوړې شي. درېيم، د مالياتو د راغونډولو توان دې لوړ شي. څلورم، د مالياتو تګلارې دې په ښه توګه وکارول شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای