د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۲۳مه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې د يوه ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ۶۱ تنه وژل او له ۲۰۰ تنو نه زيات نور ټپيان شوي دي. داعش د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. اوس ټپيان تر علاج لاندې دي، خو څرنګه چې د يو شمېر ټپيانو حالت سخت دی، نو د وژنې شمېر ښايي زيات شي.
د دغه بريد د پيښېدو په وخت کې زرګونو تنو د هزاره توکم د برېښنا د کرښې د غزولو لارې يوې پروژې سره د مخالفت په هکله لاريون کولو.
د م م سرمنشي بان کي مون په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه بريد سخته غندنه وکړه.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |