د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عربي هېوادونو ټولنې ۲۷مه سرمشريزه غونډه به د جولای له ۲۵مې نېټې نه تر ۲۶مې نېټې پورې د موريتانيا په پلازمينه نواکچوت کې تر سره شي. په دغه هېواد کې د چين لوي سفير وو دونګ څو ورځې مخکې وويل، چې دغه سرمشريزه غونډه به په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د موريتانيا اغيزې لوړې کړي او د چين او موريتانيا او حتی د چين او عربي هېوادونو ترمنځ همکارۍ به هم پياوړې کړي.
نوموړي وويل، چې دغه غونډه د ۵۶ کلونو راهيسې په دغه هېواد کې تر ټولو ډېره لويه نړيواله غونډه ده. ځايي حکومت د دغې غونډې د جوړولو لپاره زيات کوښښونه کړي دي او کوي يې، په تېره بيا د اساسي تاًسيساتو په برخه کې دی. مثلا نوی هوايي ميدان په څو مياشتو کې جوړ شوی دی او د نړيوالو غونډو مرکز هم تازه مزين شوی دی. د دغه هېواد ولسمشر محمد اولد عبدالعزيز به د دغې ټولنې د نوبتي رئيس دنده پر غاړه واخلي. دا به په دې سيمې او ټولې نړۍ کې د موريتانيا اغيزه لوړه کړي. موريتانيا د دغې ټولنې د غړي هېواد په توګه تل د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅې کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |