د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريټانيې د کورنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې وويل، چې د دغه هېواد حکومت د کافي دليلونو پر بنسټ د ترهګريزو ډلو په ليست کې ختيځ ترکستان شامل کړی دی.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د جولای په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد د ترهګريزو ډلو تازه ليست خپور کړ چې پکې اويا ترهګريزې ډلې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د قانون سره سم د نړيوالو ترهګريزو ډلو په توګه وټاکل شول. له دې جملې څخه د ترکستان اسلامي ګوند نوم هم ليدل کېږي. له دغه ليست څخه څرګندېږي چې دغه ګوند د ۲۰۱۶ کال په جولای مياشت کې د بريټانيې د حکومت لخوا يې مخنيوی کېږي.
په دغه ليست کې راغلي چې دغه ګوند يوه ترهګريزه او بېلتون غوښتونکی ډله ده چې په ۱۹۸۹ کال کې د چين په لويديځه برخه کې جوړ شوی او موخه يې د چين په شمال لويديځي سيمه کې د بېلتون غوښتنې کړه وړه تر سره کول دي. دغه ګوند د چين، منځنۍ اسيا، جنوبي اسيا او سوريې په سيمه کې عمليات کوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |