CRI Online

افغانستان د کابل ښار د پرونۍ ځانمرګي بريد کې د وژل شويو کسانو په وير د ملي ماتم مراسم تر سره شول.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-24 16:17:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د جولای په ۲۴مه نېټه وويل، چې د کابل ښار د پرونۍ ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۸۰ تنه وژل او ۲۳۱ تنه نور ټپيان شوي دي. په همدې ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني د غوښتنې سره سم په افغانستان کې د وژل شويو کسانو د وير د ملي ماتم مراسم تر سره کړل.

د دغې پيښې وروسته ولسمشر اشرف غني په يوه ټلويزيوني وينا کې د دغه بريد سخته غندنه وکړه. هغه وويل، چې زموږ دښمنان دا نظر لري چې موږ سره بېل کړي، خو دوی به ناکام شي. نوموړي اعلان وکړ چې په ۲۴مه نېټه به د وژل شويو کسانو د وير لپاره ملي ماتم مراسم تر سره کړي، او اوړندو ارګانونو ته يې حکم ورکړ چې تحقيقات وکړي او بريدګرو ته سزا ورکړي.

دغه راز، د م م سرمنشي بان کي مون او امنيت شورا په ۲۴مه نېټه په جلا جلا توګه د دغې چاودنې غندنه وکړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای