د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان صدراعظمې انګيلا مرکيل د جولای په ۲۳مه نېټه د مونيخ ښار د اولمپيا په سوداګريز مرکز کې د ټوپک د ډزو په بريد کې وژل شويو کسانو ته خواشيني او د دوی خپلوانو سره يې همدردي څرګنده کړه.
د معلوماتو له مخې، پر ځايي وخت د جولای د ۲۲مې نېټې په مازديګر په ياد مرکز کې د ټوپک د ډزو بريد وشو چې د بريدګر په شمول لس کسان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپيان دي. د پوليسو د تحقيقاتو له مخې، دغه بريدګر په رواني ناروغۍ اخته و او تر بريد وروسته يې ځان هم وژلی دی، نو دغه بريد ترهګريز بريد نه دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |