په دغه غونډه کې په عمده توګه د نړيوال اقتصاد د اوضوع، د نړيوال پولي چوکاټ، پانګونې او بنسټيزو تاسيساتو، د پولي څانګو د اصلاحاتو، د ګمرکاتو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ، په اقليمی چارو کې د پانګونو او د ترهګرۍ ضد مبارزو کې د پيسو راغونډولو په هکله بحثونه شوي دي.
د جولای په ٢٤مه نېټه دغې غونډې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي چې نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په حالکې دی، خو لا هم له اټکل څخه ضعيف دی. د اقتصاد نړيوال چاپيريال له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي چې د کمزورې کېدو خطر لا هم شتون لري. د چين د ماليي وزير لو جي وې په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل په غونډه کې برخوال استازي د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د هڅونې لپاره کوښښونه کوي او اړينې تګلارې به ونيسي. (اواز)
په غونډه کې په ژوره توګه د اوسنيو نړيوالو اقتصادي حالاتو او د اقتصاد په وړاندی د ننګونو او خطرونو په هکله بحثونه شوي چې بېلا بېل هېوادونه به د اقتصاد د پياوړتيا د هڅونې لپاره د پيسو تګلارې، مالي تګلارې او د اقتصادی جوړښت د اصلاحاتو په شمول ټولې اړينې تګلارې ونيسي. په غونډه کې هم د بهرنيو اسعارو د بازارونو په هکله د بحثونو په اهميت ټينګار شوی، د بېلا بېلو هېوادونو د پيسو تر منځ د سيالې له امله د پيسو د بيې د کمولو مخه نيول شوي او د سوداګرۍ له ساتنې سره مخالفت څرګند شوی.
د نړيوال اقتصادی پرمختګ د هڅونې په برخه کې د همغږۍ پياوړتيا او د خلاص ميکانيزم جوړول په غونډه کې د برخوالو استازيو تر پاملرنې لاندې راغلی و. د جاپان د بهرنيو چارو وزير تارو اسو په غونډه کې وويل (اواز)
نړيوالې پانګونې په تېرو شلو کلونو کې له دري زره بيليارډو يوانو څخه لس چنډې زياتې شوې. د کارګرو، سوداګريزو توکيو او خدمتونو په چارو کې نړيوال تګ راتګ ورځ په ورځ ټينګېږي او زياتې پيسې او ماليات له نورو هېوادونو څخه راغلی دی. موږ هېله لرو چې د همکارۍ له لارې په لا پراخه کچه خپلمنځي تګ راتګ پياوړي کړو.
د نړيوال اقتصاد د بې ثباتۍ په لاملونو کې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو ټولپوښتنه اقتصادی او پولي بازارونو ته سختې اغيزې رسولې او رسوي يې. په دې هکله د چين د مالي وزير لو جي وې په غونډه کې د بحث د نتيجې په اړه خبرې وکړې او هېله يې څرګنده کړه چې بريتانيا به د اروپايي ټولنې نژدی ملګری وګرځي. (اواز)
له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي وتل د نړيوال اقتصاد بې ثباتۍ ته منفي اغيزې رسولې دي. د دغې مسئلې له امله له احتمالي اقتصادی اغزو سره د مقابلې لپاره دې تياريانې ونيول شي. په همدې وخت کې هېله ده چې بريتانيا په راتلونکی کې د اروپايي ټولنې نژدی ملګری وګرځي.
برسيره پر دې په غونډه کې په وروستيو کې د يو لړ ترهګريزو پيښو سختته غندنه وشوه او پر دې ټينګار شوی چې د هر ډول ترهګرۍ سره به مبارزه وشي او په ترهګريزو چارو کې د پيسو راغونډولو له ټولو سرچينو، تخنيکونو او لارو سره مقابله وشي.
20160725shishi
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |