CRI Online

د شينجيانګ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د پروسږ کال په پرتله لس سلنه زيات شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2016-07-26 10:42:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سږ کال په لومړې نيمايي کې د شينجيانګ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت اوه څلوېښت مليارډه او شپږ سوه او لس مليونه يوانه دي. د صدور عمومي ارزښت يو څلوېښت مليارډه او دوه سوه او دېرش مليونو يوانو ته رسېدلی چې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت لس سلنه زيات شوی.

په دې وروستيو کلونو کې، شينجيانګ د اروموچي د صادراتي توکو د چمتو کولو سيمه، د الاشانکو د مالياتو د ساتنې سيمه، د کشغر د مالياتو د ساتنې سيمه او د قورغس د سرحدي همکارۍ نړيوال مرکز ګرځېدلی چې دوی د مسلکي بدلون، د صادراتو او وارداتو د زياتوالي او د کار پيدا کولو د هڅونې لپاره مثبت رول لوبولی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای