CRI Online

سوسن رايس چين ته سفر وکړ چې د چين او امريکا د مشرانو تر منځ د خبرو اترو لپاره بنسټ جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-26 16:45:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر په اړه د امنيتي چارو مرستياله سوسن رايس د جولای په ٢٤مه نېټه بېجينګ ته ورسېده او په ٢٥مه نېټه يې د چين له مشرانو سره يو لړ کتنې ترسره کړې دي. د ٢٥مې نېټې په ماسپښين، د چين ولسمشر شي جين پينګ له رايس سره د کتنې په وخت کې وويل، چين له امريکا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوي او غواړي د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل باور او همکارۍ د پياوړتيا لپاره له امريکا سره په ګډه کوښښ وکړي.

د امريکا د ولسمشر باراک اوباما د لومړې ډيپلوماتيکې مشاورې په توګه، چين ته د رايس د دې سفر موخه په راتلونکی سپتمبر کې د چين په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې او د چين او امريکا د مشرانو په خبرو اترو کې د اوباما د ګډون لپاره بنسټ ايښودل دي. شي جين پينګ له رايس سره د کتنې په وخت کې وويل، هغه په راتلونکی سپتمبر کې له باراک اوباما سره کتنې ته سترګې په لار دي چې په راتلونکې دوره کې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو ټينګښت لپاره نوی حياتي ځواک برابر کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو د راتلونکی پرمختګ لپاره خوا څرګنده کړي او بنسټ وښيي. ده وويل

(( له ښاغلي اوباما سره دغه شان ښو کاري اړيکو ته ډېره پاملرنه کوم، په تېرو دريو کلونو کې مو اوه يا اته ځلې کتنې کړې چې د چين او امريکا تر منځ د نوی ډول لويو هېوادونو اړيکو د ټينګښت په هکله مو ډېرې موافقې تر لاسه کړې دي. چين له امريکا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي بې له شخړې، مقابلې او متقابل باور او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ کولو له لارې له امريکا سره د اړيکو هڅونه کوي، او دغه شان اړيکې دايمې اړيکې دي. ))

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چين او امريکا بايد خپلمنځی باور پياوړی کړي. د چين د پرمختګ موخه د يو مليارډ او درې سوو مليونو وګړيو د ژوند د سويې لوړتيا ده. چين نه غواړي له کوم نړيوال نظام څخه سرغړونه وکړي. د چين او امريکا ګډې ګټې له توپيرونو څخه ډېر زياتې دي. دواړه خواوې بايد د اقتصاد، سوداګرۍ او د اقليمي بدلون د مخنيوۍ په شمول برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي تر څو عملي همکارۍ د دواړو هېوادونو د اړيکو کلک بنسټ وګرځي. برسيره پر دې، دواړه خواوې بايد خپلمنځي توپيرونه ښه کنټرول کړي او د يو بل بنسټيزو ګټو ته دې درناوی وکړي.

د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به په راتلونکی سپتمبر کې د چين په هانګجو ښار کې ترسره شي. شي جين پينګ وويل، چين او امريکا بايد په دې غونډه کې نړۍ ته د فعالې نښې د څرګندولو لپاره په ګډه کوښښ وکړي. ده وويل

(( دغه سرمشريزه غونډه ډېره مهمه ده، په تېره بيا په نړۍ کې ځينی نوی بدلونه رامنځته شوي دي. چين او امريکا په نړۍ کې تر ټولو لوی اقتصادي بازارونه دي. موږ په دې سرمشريزه غونډه کې نړۍ ته د فعالې نښې د څرګندولو او د نړيوال اقتصاد د هڅولو لپاره په ګډه کوښښونه ، دا يو ارزښتناک کار دی. ))

رايس شي جين پينګ ته د باراک اوباما سلامونه وړاندې کړل او و يې ويل، د امريکا او چين تر منځ د اړيکو په هکله د شي جين پينګ نظريې د باراک اوباما له نظريو سره ورته دي. امريکا غواړي له چين سره د متقابل باور د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي او غواړي د توپيرونو د کنټرول لپاره له چين سره نږدې تبادلې وساتي. دې وويل

(( امريکا او چين تر منځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې دي. د چين برياليتوب د امريکا له ګټو سره سمون خوري، د دواړو هېوادونو په ګډو کوښښونو سره يو لړ نړيوالې ننګونې او ستونزې لرې کېدای شي، مثلا د اټومي انرژۍ د خپرېدا مخنيوی، د اقليمي بدلون مخنيوی او داسې نور. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای