CRI Online

چين بايد په فعاله توګه د جنوبي سمندر د حکميت له قضيې وروسته له پاتي اغيزو سره مقابله وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-27 16:24:00

که څه هم د جنوبي سمندر د حکميت قضيه چې د فيليپين لخوا په يو اړخيز ډول وړاندی شوې ، په پای کې په يوه مسخره يي نمايش بدل شوه، خو په وروستيو کې د دې سيمې څو بهرنيو هېوادونو لا هم دا نيت درلود چې د دغې قضيې د نتيجې د لمسون له لارې د جنوبي سمندر په شاو خوا سيمو کې عادی نظم ګډوډ کړي او د اړوندو سيمه ييزو هېوادونو ګټو ته تاوانونه ورسوي. د جنوبي سمندر د حکميت قضيې په اړه د کارپوهانو په سيمينار کې چې د جولای په ٢٦مه نېټه تر سره شو، کارپوهانو وويل چين بايد له دوو لارو په فعاله توګه د دغې قضيې له وروسته پاتو اغيزو سره مقابله وکړي . د چين او فيليپين تر منځ احتمالي خبرې اترې به هيڅله د دې قضيې د نتيجې پر بنسټ پيل نه شي .

اوس ځيني بهرني هېوادونه لا هم په دې هڅه کې دي چې د دغې قضيې د نتيجې د لمسون له لارې د جنوبي سمندر په شاو خوا کې عادی نظم ګډوډ کوي. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل د تش په نامه يادې قضيې د جنوبي سمندر په سيمه کې د لانجې د حل و فصل لپاره يوه غلطه لاره جوړه کړې چې د دغې قضيې په اړه لانجې او لمسونکي عملونه زيات شوي او د ځينو بهرنيو هېوادونو عملونه چې سيمه ييزو هېوادونو ته تاوانونه يې رسولي او رسوي يې، د لا زياتو هېوادونو انديښنو او احتجاجونو سبب شوی. د وو هان پوهنتون د سمندري قانون مرکز مشر هوانګ وې وويل اوس په جنوبي سمندر کې د حالاتو خړپړتيا د ځينو بهرنيو هېوادونو د لمسون نتيجه ده. (اواز)

اوس د جنوبي سمندر په سيمه کې د حالاتو خړپړتيا تر زياتې اندازې پورې د دې سيمې د بهرنيو هېوادونو د لمسون له امله رامنځته شوې چې دغو هېوادونو د جنوبي سمندر د حکميت د قضيې د روانېدو او د جنوبي سمندر په سيمه کې د حالاتو د خړپړتيا هڅونه کړې او کوي يې. دا هم ويلی شي چې که په دې شخړه کې د جنوبي سمندر په اړه د نورو اړيکه نه لرونکو هېوادونو لاس وهنې نه وی، شخړه به په اسانه توګه حلېدای شي.

د چين د نړيوالو مسئلو د څيړنيز انسټيټيوټ دايمی مرستيال ژوان ځونګ ځه وويل د جنوبي سمندر د حکميت په بهير کې د زياتو حقوقي مسئلو څيړنې او بحثونه لازم دي . که څه هم دغه امکانات کم دي چې نور هېوادونه به هم د جنوبي سمندر د حکميت غوښتنې وړاندې کړي، خو ښايي چې ځيني هېوادونه د دغې قضيې له څيړنې وروسته نورې تيزې غوښتنې وړاندې کړي. نو وروسته چين بايد له دوو لارو په فعاله توګه د دغې قضيې له پاتو اغيزو سره مقابله وکړي. (اواز)

يوه خوا چين به څنګه د حقوقو له لحاظه نړيوالې ټولنې ته خپل دريځ توضح کړي. بله خوا امکان شته چې ځيني هېوادونه به د يادې قضيې وروسته د ځان لپاره ګټور شواهد پيدا کړی او پر جنوبي سمندر باندې د چين پر حقوقو تيري کوونکي فعاليتونه تر سره کړي، نو چين بايد په دې هکله دغو فعاليتونو ته اړين او ټينګ غبرګونونه وښيي.

په وروستيو کې د فيليپين پخواني ولسمشر فيديل راموس د دې پخلی وکړ چې دی به د اوسني ولسمشر رودريګو دوتيدي په استازيتوب له چين سره خبرې اترې وکړي. د چين د نړيوالو مسئلو د څيړنيز انسټيټيوټ دايمی مرستيال ژوان ځونګ ځه وويل له دغه عمل څخه څرګندېږي چې فيليپين غواړي د جنوبي سمندر په سيمه کې د لانجې د حلولو لپاره له چين سره خبرې اترې وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره فرصت جوړ کړي، خو دغه خبرې اترې به د جنوبي سمندر د حکميت د نتيجې پر بنسټ تر سره نه شي . (اواز)چين په دې موافق نه دی چې د جنوبي سمندر د حکميت د نتيجې پر بنسټ له فيليپين سره خبرې اترې تر سره کړي، نو امکان شته چې په راتلونکې کې لا هم ډېرې ستونزې پيدا شي. خو که دواړه خواوې غواړي په ريښتنی ډول خپلمنځي شخړه حل کړي ، نو بايد د جنوبي سمندر په اړونده د بېلا بېلو خواوو د عملياتي اعلاميې د څلورمې مادې له مخې دوه اړخيزې خبرې اترې تر سره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای