CRI Online

چين د مرکزي تصديو د جوړښت د تنظيمولو لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-28 15:50:18

د چين د دولتي شورا دفتر په دې وروستيو ورځو کې د مرکزي تصديو د جوړښت د تنظيمولو د لارښوونې وړانديز وکړ چې له مخې يې د مرکزي تصديو د جوړښت د تنظيمولو نقشه وټاکل شوه.دغه راز په بېلا بېلو ساحو کې د مرکزي تصديو په مقابل کې بېلې تګلارې جوړې شوي دي يعنې مرکزي تصدۍ بايد په مهمو او کليدي برخو کې خپل کنترول وساتي او په کمزوري برخو کې دې له خپلې ادارې څخه لاس واخلي.

د چين مرکزي تصدۍ د دولتي شورا د دولتي داراييو اداري کميټې تر څارنې لاندې دولتي تصدۍ ده.د تېر کال تر پايه پورې په چين کې د مرکزي تصديو شمېر يو سل او شپږ و او عمومي دارايي ٤٧٦٠٠مليارډه يوانه وه.د ياد وړانديز له مخې تر ٢٠٢٠ کاله پورې د دغو تصديو پرمختيايي موخه تائيده شوې يعنې د ځينوتصديو ځواکونه به پياوړې شي ،ځينو تصديو ته به پرمختګ ور کړل شي،د ځينو تصديو جوړښت به تنظيم شي او ځينې تصدۍ به په کمزوريو برخو کې له خپلې ادارې څخه لاس واخلي.

د چين د دولتي دارييو د څارنې د اداري کميټې مسئول شياو ايا چينګ وويل چې د اقتصادي پرمختګ لپاره د مرکزي تصديو په شمول د چين د دولتي دارييو د ملا تير رول پياوړې شوی او جوړښت يې په پر له پسې ډول غوره شوی دی.هغه وويل (اواز............) دولتي سرمايې په عمده توګه په هغو برخو او ساحو کې راغونډيږي چې له ملي امنيت او اقتصادي پرمختګ سره تړاو لري.اوس په پوځي صنعت،د مخابراتو،مسلکي هوايي چارو او انرژيو په مهمو برخو کې د دولتي سرمايې برخه په سلو کې نوي ده او د تصديو د نړيوال کېدو د پرمخبيولو،د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ د پلي کولو په رڼا کې له نړيوالو تصديو سره د همکارۍ کولو او د تصديو د پيمانې د پراخوالي لپاره خپل مهم رول لوبوي.

هغه زياته کړه چې د دوو تصديو ترمنځ د ځايښت او د تنظيمولو له لارې دولتي تصدۍ په منظم ډول له هغو ساحو څخه وتلي چې پکې برتري نه وي او مهم رول نه لوبوي.له ٢٠١٢ کال راهيسې د چين مرکزي تصديو د يولس او اته مليونو يوانو په ارزښت دارايي وپلورلې .د چين د اداري پوهنځي څېړونکي او د دولتي دارييو د اداري کميټې د څېړونکي مرکز د پوښتنو څانګې مشر جانګ چون شياو وويل چې د چين د مرکزي تصديو د موثريت د لوړوالي کليدي برخه خپلو عمده چارو ته د پاملرنه کول دي.هغه وويل (اواز.......) مونږ بايد له مرکزي تصديو څخه غوښتنه وکړو چې خپلو عمده چارو او د خلکو له ژوند،ملي امنيت او مهمو بنسټيزو تاسيساتو او طبيعي سرچينو سره تړاو لرونکو برخو ته پاملرنه وکړي چې دا هم د مرکزي تصديو لازم کارونه دي.

په ياد وړانديز کې تائيد شوی چې ځينې غښتلې مرکزي تصدۍ بايد يو له بل سره يو ځای شي او په ځينو برخو کې د مرکزي تصديو ترمنځ يو ځايښت بايد رامنځته شي او د مرکزي تصديو په دننه کې جوړښت دې تنظيم شي چې له دې لارې به دولتي دارايې غوره شي.په دې برخه کې د چين د دوو اوسپنيزو ډلو يوځايښت د پاملرنې وړ دی چې دا له ٢٠١٦ کال راهيسې د مرکزي تصديو ترمنځ د يو ځای کېدو لومړۍ لويه پېښه ده. تر يو ځای کېدو وروسته به د دوو ډلو توليدي اندازه شپېته مليونه ټنو ته ورسيږي چې دغه اندازه به په ټول چين کې د عمومي اوسپنيزو توليداتو په اندازه اووه اعشاريه شپږ سلنه ونيسي.د چين د سرو زرو شرکت د لومړۍ کچې اقتصادپوه وان جه وويل چې په نوي اقتصادي حالت کې تر پخواني ميکانيزم لاندې د دولتي تصديو د تشکيلاتو او ترتيباتو شکل له نويو ستراتيژيکو غوښتنو سره سمون نه لري، نو د اداري بڼې د ابتکاري ، د ادارې نوښت او د ميکانيزم د بدلولو له لحاظه د دولتي تصديو د پيمانې اندازې کمښت يو لازم کار بلل کيږي چې دولتي مرکزي تصدۍ ترې رښتينې ګټې واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای