CRI Online

د اسيايي او افريقايي هېوادونو ځوانانو لومړی فيستوال په بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-07-29 17:10:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيايي او افريقايي هېوادونو ځوانانو لومړی فيستوال د جولای په ٢٨مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو، د اسيا او افريقا د ٣٦ هېوادونو د سياست، خبري رسنيو، سوداګرۍ او صنايعو په شمول ځينو برخو کې ٦٠٠ تنه ځوانان په بېجينګ کې راغونډ شوي او په راتلونکو څو ورځو کې به د رنګارنګو فعاليتونو له لارې خپلمنځي پوهاوی او تبادلې پياوړې کړي.

د چين مرستيال ولسمشر لي يوان چاو د دې فيستوال په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د اسيا او افريقا ځوانان د ګډ برخليک نظرونه شريک او پياوړې کړي او د همکارۍ په چوکاټ کې د نوې ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړي تر څو د پرمختيايي هېوادونو قانوني حقوق وساتل او د اسيا او افريقا د هېوادونو وګړيو ته لا زياتې ګټې ورسول شي.

د تېر ٢٠١٥ کال په اپريل مياشت کې د چين ولسمشر شي جين پينګ د اسيا او افريقا په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په وخت کې اعلان کړی و چې چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې په مسلسل ډول د اسيا او افريقا د ځوانانو فيستوال ترسره کړي او د پلان له مخې به په دغو پنځو کلونو کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو ٢٠٠٠ تنو ځوانانو ته په دې فيستوال کې د ګډون بلنه ورکړي.

د جولای د ٢٨مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د چين د کمونستي ځوانانو ټولنې د مرکزي سکريتريت لومړي منشي چن يي جه د ولسمشر شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست.

(( د اسيا او افريقا د هېوادونو پخوانيو مشرانو په ګډه د يووالۍ، دوستۍ او همکارۍ په موخه د باندونګ روحيه تاييد کړې چې د اسيايي او افريقايي هېوادونو تر منځ همکارۍ د هڅولو او سمې خوا ته د نړيوالو اړيکو د پرمختګ لپاره يې مهم رول لوبولی دی. هيله لرم چې تاسی د باندونګ روحيه خپره کړئ او خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړئ چې اسيايي او افريقايي وګړو ته د لا زياتو ګټو د رسولو لپاره خدمتونه ترسره کړئ. ))

د اسيايي او افريقايي هېوادونو د وګړيو په منځ کې عنعنوي دوستي شته. په اوسني نړيوال حالت کې، د اسيا او افريقا تر منځ د همکارۍ ژورتيا ستر اهميت لري. د چين مرستيال ولسمشر لي يوان چاو وويل

(( اسيايي او افريقايي هېوادونه د خپلمنځي همکاري پياوړی کول په اسيا او افريقا کې د حياتي ځواک د هڅولو او د انسانانو د ننګونو او ستونزو د لرې کولو لپاره ګټورې دي. هيله لرم چې د اسيايي او افريقايي هېوادونو ځوانان د ګډ برخليک نظريه پياوړې کړي او خپلمنځې تبادلې او همکاری لا نږدې کړي چې د اسيا او افريقا وګړيو ته لا زياتې ګټې ورسوي. ))

د اسيايي او افريقايي هېوادونو نفوس په نړۍ کې درې پر څلورمه برخه نيسي، خو اقتصادي توان يې يوازې د نړۍ نيمه برخه نيسي، نو پرمختګ د دغو هېوادونو بېړنی کار دی. اوس د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز چې د چين لخوا وړاندی شوی، په نړۍ کې پراخ ملاتړ تر لاسه کړی او د اسيا او افريقا د اقتصادي پرمختګ يې قوي هڅونه کړې ده. په ٢٠١٥ کال کې چين او په دې پلان کې د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت له يو زر مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات و. د ورېښمو لارې پر غاړو پرتو هېوادونو کې د چين مستقيمې پانګې نږدې ١٥ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د ٢٠١٤ کال په نسبت اتلس سلنه زياتې شوې. له موزامبيک څخه راغلي ديماندي ګليزا خبريال ته له افريقا سره د چين د مرستو په اړه وويل

(( په دې وروستيو ورځو کې د انګولا له کايلابا ښار څخه تېر شوم، د دې ښار جوړونه د چين د حکومت او څه دپاسه لس زرو چيني کارګرو د ګډو کوښښونو نتيجه ده. دوی د انګولای وګړيو ته ښه کورونه برابر کړي. نه يوازی په انګولا، بلکې د افريقا په ډېرو سيمو کې دغه شان مثالونه ليدل کېږي. موږ دا کتلی چې چين د افريقا په جوړونه کې ستر خدمتونه ترسره کړي دي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای