CRI Online

د چين د ځمکني، سمندري او هوايي پوځونو تشريفاتو قطعات

cri     (GMT+08:00) 2016-08-01 17:22:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، سږ کال د اګست لومړۍ نېټه د چين د ازادی بښونکي پوځ د جوړېدو له ٨٩ مې کاليزې سره برابر دی. د چين نړيوالې راډيو خبريال څو ورځې مخکې د چين د ځمکني، سمندري او هوايي پوځونو د تشريفاتو قطعاتو له ځينو سرتيريو سره مرکې کړې. څرنګه چې په دې وروستيو کې بېجينګ کې هوا ډېره ګرمه ده، د د تشريفاتو قطعاتو او ډلګيو روزنه او تمرين لا هم دوام درلود، ټولو سرتيريو په جدي توګه پکې ګډون درلود او کوي يې.

ياد د تشريفاتو قطعات او ډلګی د بېجينګ په پوځي فرعي څانګې پورې اړه لري او ځلانده تاريخ او ښه دودونه لري. له ١٩٥٢ کال راهيسې دغې ډلګي څه دپاسه ٤٠٠٠ ځلې تشريفاتي دندې ترسره کړې دي. د دې ډلګې سرتيري لي وې خبريال ته د دې ډلګې برياليتوبونه داسې معرفي کړل او و يې ويل

((زموږ د تشريفاتو قطعاتو او ډلګي په ډېرو مهمو تاريخي فعاليتونو کې ګډون کړی، مثلا په ١٩٩٧ کال کې له چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو مراسم، په ١٩٩٩ کال کې له چين سره د مکاو د يو ځای کېدو مراسم، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پيل او پای مراسم ، د ٢٠١٥ کال له فاشيزم سره د مبارزې د کاميابۍ د ٧٠مې کاليزې مراسم او داسې نور. ))

دغه برياليتوبونه د سختو روزنو او تمرينونو نتيجه ده. په دې وروستيو کې بېجينګ کې هوا ډېره ګرمه ده او د تودخې درجه نږدې د ٤٠ يا ٥٠ سانتي ګرېد تر منځ ده. خو د تشريفاتو ډلګي سرتيري په دې ګرمه هوا کې هم خپلو روزنې او تمرينونو ته دوام ورکړی او ورکوي يې.

نجلۍ چنګ چنګ چې له شان دونګ ولايت څخه راغلې، په ٢٠٠٤ کال کې يې په اردو کې ګډون کړی. په ٢٠١٤ کال کې هغه د تشريفاتو ډلګي لخوا د ښځينه سرتيرې د منلو خبر تر لاسه کړ او سمدلاسه يې پکې خپل نوم ثبت کړ. په دې ډلګي کې د لومړۍ ډلې ښځينه سرتيريو په توګه، چنګ چنګ يوه خوا د وياړ احساس کوي، بله خوا له ډېرو ستونزو او ننګونو سره هم مخ شوې ده. څرنګه چې د نارينه سرتيريو او ښځينه سرتيريو تر منځ بدني توپيرونه شته، نو ښځينه د منظم عمل د ترسره کولو لپاره بايد لا زيات کوښښونه ترسره کړي. دې وويل

((موږ ښځينه سرتيرې بايد لا زيات کوښښونه وکړو او کوو يو. څرنګه چې ښځې د بدن او ځواک په برخه کې له نارينه وو سره توپير لري، نو موږ غواړو د نارينه وو په شان معياري عملونه بشپړ او ترسره کړو، نو بايد لا زيات کوښښونه وکړو. موږ په ورځ کې د اردو د تشريفاتو قطعه کې تمرين کوو، په شپه کې د بندي توان تمرين هم کوو.))

د تشريفاتو رسم ګذشت يو جدي کار دی، نو تر هر ځل رسم ګذشت مخکې سرتيري په جدي توګه ټولې تياريانې بايد نيسي. چنګ چنګ خبريال ته وويل

((زموږ د رسم ګذشت ټولې جامې زموږ د بدني اندازې له مخې د فابريکې لخوا چمتو کېږي، موږ به د جامو ټولې غوټې بيا سره وتړو تر څو هېڅ مسئله رامنځته نه شي. ))

٣٧ کلن لي چيانګ د تشريفارتي ډلګي مشر دی او د ملي ولسي کانګرس غړی هم دی. هغه په ١٩٩٦ کال کې په اردو کې شامل شوی. له ٢٠ کلونو راهيسې يې څه نا څه ١٤٠٠ تشريفاتي دندې ترسره کړې. هغه خبريال ته وويل

((د تشريفاتو ډلګي هر سرتيری دا اراده لري چې د خپل هېواد لپاره درناوی غواړي، دا زموږ د ډلګی روحيه هم ده. فکر کوم چې زموږ ډلګی تل د پوځ د پياوړی کولو هيله د عملي کولو لپاره کوښښ کړی او کوي يې. زموږ تمرينونه ډېر سخت دي، خو د دې تر شا زموږ د هېواد وياړ او درناوی پروت دی، دا زموږ د تشريفاتي ډلګې د وياړ څرګندونه هم ده. ))

په دې وروستيو کلونو کې دغې ټولګې د تشريفاتو دندو د بشپړولو لپاره مکسيکو، ايټاليا او وينزويلا ته هم تللي او هلته يې د درس ورکولو دنده هم ترسره کړې چې د لوی پرمختيايي هېواد په توګه د چين درناوی او وياړ يې څرګند کړی او خپل هېواد او پوځ ته يې احترام او وياړ هم تر لاسه کړی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای