CRI Online

د جنوبي کوريا کارپوهان: د ساد په نوم سيسټم به جنوبي کوريا ته هېڅ ګټه و نه رسوي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-02 16:08:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، يوه موده مخکې جنوبي کوريا او امريکا پرېکړه کړې چې په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم هوايي بريد ضد سيسټم ځای پر ځای کړي. تر دې وروسته، په جنوبي کوريا کې د لويې پيمانې لاريونونه په پر له پسې توګه رامنځته شوي او د دې هېواد له ولسمشرې پارک ګيوی هوی د ملاتړ اندازه ټيټه شوې ده. د جنوبي کوريا کارپوهانو وويل، د ساد په نوم د سيسټم د ځای پر ځای کولو پرېکړې له امله د جنوبي کوريا په دننه او بهر کې ناارامتيا رامنځته شوې ده. دا شونتيا لري چې په راتلونکی کې به جنوبي کوريا جغرافيايي قرباني شي او د جنوبي کوريا دولتي امنيت به په شمال ختيځه اسيا کې د امريکا ستراتيژيکه موخه وګرځي.

د جنوبي کوريا وګړيو څو ځلې لاريونه ترسره کړي او له ولسمشرې پارک ګيوی هوی څخه يې غوښتنه کړې چې د ياد سيسټم د ځای پر ځای کولو پرېکړه بيا غور وکړي. خو پارک ګيوی هوی دا څرګنده کړې چې هغه به په دې پرېکړه کې هېڅ بدلون رامنځته نه کړي. په دې وروستيو کې هغې بيا پر دې ټينګار کړی چې د ساد په نوم د سيسټم د ځای پر ځای کولو پرېکړه د دولتي امنيت له لخاظه شوې ده. هغې وويل

(( زما او د حکومت دنده د هېواد او خلکو د امنيت ساتنه ده. موږ بايد د بېلا بېلو خواوو قوی راغونډ کړو او زموږ د کورنيو او ماشومانو ساتنه وکړو.))

که څه هم پارک ګيو هوی څو ځلې څرګنده کړې چې د ساد په نوم د سيسټم ځای پر ځای کول د جنوبي کوريا د خلکو د ساتلو په موخه دي، خو له ولسمشرې پارک ګيوی هوی څخه د خلکو د ملاتړ اندازه په پر له پسې توګه ټيټه شوې ده. د جنوبي کوريا د عامه افکارو څېړنيز ارګان د اګست په لومړۍ نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې يوازې يودېرش اعشاريه شپږ سلنه پوښتل شويو د پارک ګيو هوی د واکمنۍ توان ستاينه کړې. د پاملرنې وړ دا ده چې له پارک ګيوهوی څخه د ملاتړ اندازې د ډېر ټيټېدو ځای د دې سياسي ټاټوبی دايګو او شمالي ګيوسانګ سيمې دي چې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ترې تر ټولو قوی ملاتړ شوی و. د څېړونکو په اند، لامل يې دا دی چې د پارک ګيوهوی حکومت پر دې ټينګار کوي چې د شمالي ګيوسانګ په سيونګوی ګون ايالت کې ياد سيسټم ځای پر ځای شي.

د ديموکراسۍ د برخمنې ټولنې په نوم د جنوبي کوريا يو اغېزمن ناحکومتي سازمان مرستيال سرمنشي پارک جون ګيون وويل، د جنوبي کوريا حکومت د خلکو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې او ياده پرېکړه يې کړې، نو اوس د عامه افکارو له سخت مخالفت سره مخ ده.

(( موږ په دې اړه هېڅ اواز نه دی اورېدلی چې حکومت به له ګيوسانګ ايالت څخه څه ملاتړ وکړي. بله خوا، د ساد په نوم سيسټم به پر چاپېريال او د خلکو پر روغتيا څنګه اغېزه وکړي، په دې اړه هم هېڅ ارزونه هم نشته. ))

د جنوبي کوريا د مرکزي پوهنتون پروفيسر لي هوی جيونګ وويل، د ساد په نوم سيسټم د ځای پر ځای کولو په اړه د حکومت پرېکړه سمه نه ده. ده وويل

(( د نظامي امنيت مسئله بايد د اقتصاد او خلکو له عواملو سره يو ځای تر غور لاندې ونيول شي، خو د ساد په نوم سيسټم د ځای پر ځای کولو په پرېکړه کې نظامي لامل د عمده عمل په توګه ګڼل کېږي، په دې کې د اقتصاد او خلکو عواملو ته پاملرنه نه ده شوې. برسيره پر دې، د دې سيسټم د کنټرول حق د جنوبي کوريا په لاس کې نه دی، په جنوبي کوريا کې د ميشتو امريکايي پوځ په لاس کې دی. له دې نه پرته، په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم سيسټم ځای پر ځای کول د اوسنيو ستراتيژيکو اوضاعو لپاره يو مهم بدلون دی. د چين او روسيې په نظر، جنوبي کوريا به د امريکا د نظامي ستراتيژۍ په سيسټم کې يوه برخه وګرځي. که څه هم دا د جنوبي کوريا نيت نه دی، خو د ساد په نوم سيسټم له امله به جنوبي کوريا په دې سيمه کې د چين او روسيې د مبارزې او مخالفت پټه موخه وګرځي.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای