CRI Online

چين په جنوبي کوريا کې د امريکا د ساد سيستم له ځای پر ځای کېدو سره د مقابلې کافي توان لري

cri     (GMT+08:00) 2016-08-03 16:06:36

امريکا او جنوبي کوريا د جولای په پيل کې په ګډه د جنوبي کوريا په ګيونګ سانګ بوکودو سيمه کې د ساد سيستم د ځای پر ځای کېدو اعلان وکړ چې په شمال ختيځې اسيا کې سيمه ييز حالات ورسره سمدلاسه خړپړ شوی دی. د اګست په ٢مه نېټه د چين د کمونېست ګوند مرکزي پوهنځی د نړيوالو ستراتيژو د انسټيټيوټ مرستيال ګاو ځو ګوی وويل په جنوبي کوريا کې د ساد ځای پر ځای کول په واقعی ډول د امريکا د هغو غوښتنو په موخه دي چې په شمال ختيځې اسيا کې خپل پوځي قوت پياوړي کوي، په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د توغنديو ضد سيستم جوړ کړي او په مستقيمه توګه د چين په شمول د شمال ختيځې اسيا د هېوادونو ستراتيژيکي امنيت له ننګونو سره مخامخ کوي. په دې هکله به چين په ستراتيژيکې، ديپلوماتيکې او پوځي توګه له دغه حالت سره مقابله وکړي.

په جنوبي کوريا کې د امريکا د ساد سيستم د ځای پر ځای کولو په هکله ګاو ځو ګوی وويل (اواز)

په جنوبي کوريا کې د ساد سيستم ځای پر ځای کول په شمال ختيځې اسيا کې د امريکا يو ستراتيژيکی تدبير دی چې چين به دوه اغيزه ولري: لومړی په شمال ختيځې اسيا کې د امريکا ستراتيژيکي پوځي قوي به پياوړی شي. د ساد سيستم ځای پر ځای کول يو نوی تدبير دی او که په سالمه توګه عملی شي، وروسته په نظامی امنيت کې د امريکا او جنوبي کوريا تر منځ همکارۍ او د پوځي ملګرتيا اړيکې به ټينګې شي. نو د امريکا نور پوځي قوت به هم پياوړی شي، اوس د چين او امريکا تر منځ په اړيکو کې سيالي شته، نو د امريکا دغه عمل د چين په وړاندی دی. بله خوا د تکنالوژۍ او ستراتيژۍ له لحاظه امريکا به په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د توغنديو ضد يو تمام سيستم جوړ کړي.

ګاو ځو ګوی وويل چين کولی شي چې د شمال ختيځې اسيا د هېوادونو په تيره بيا له جنوبي کوريا او جاپان سره ټينګې اړيکې جوړې کړي تر څو بېلا بېل هېوادونه له چين سره پر اړيکو بيا کتنه او څارنه وکړي او له دايمی لحاظه په ستراتيژيکې توګه د ساد سيستم له ګواښونو سره مقابله وکړي.هغه وويل (اواز)

د چين ځوابي لارې به په څو برخو کې وکارول شي. په شمال ختيځې اسيا کې يعنی زموږ د کورنۍ په وړاندی د چين او ځينو اړوندو هېوادونو تر منځ ځيني توپيرونه شته، خو همکاريزې ساحې مو هم ډېرې دې. په ځينو هېوادونو مثلا جاپان او جنوبي کوريا کې له چين سره د ښو اړيکو ساتلو قوت زيات دي. په عمومي توګه په دې سيمه کې د چين اغيزې او د سيمه ييزو حالاتو بدلون ته د اغيزو رسولو په ترڅ کې د چين سرچينې او توان پياوړی شوی دی.

برسيره پر دې ګاو ځو ګوی وويل په جنوبي کوريا کې د ساد ځای پر ځای کول نه يوازې د چين بلکی د روسيې ستراتيژيکی امنيت ته هم زيانونه رسولی شي. نو چين او روسيه به په دې چارو کې ګډې هڅې وکړي او خپلمنځي ستراتيژيکی همغږۍ به پياوړی کړي. (اواز)

په جنوبي کوريا کې د ساد ځای پر ځای کول نه يوازې د چين بلکی په ليری ختيځ کې د روسيې ستراتيژيکی امنيت باندې اغيزې کولی شي. نو چين او روسيې دواړو د دغه عمل په وړاندې غبرګونونه ښودلي دي. روسيې مخکې په ليری ختيځ کې د پوځي تدبير د غوره کولو اعلان کړی. چين او روسيې دواړه تدبيرونه نيولي دي چې ګډ قوت به رامنځته کوي. د چين او روسيې د خپلو تدابيرو نه پر ته د دواړو هېوادونو تر منځ همکاريز عملونه هم شته. مخکې خبرتاژ شته چې چين او روسيه به خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي چې د ساد له سيستم سره مقابله وکړي. نو که دواړه لوي هېوادونه په مداومه توګه ګډ کوښښونه وکړي، دغه توان به ډېر قواو اغېزمن وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای