CRI Online

په هانګجو ښار کې د G20 سرمشريزې غونډې لپاره د تياري چارې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-04 16:01:41

د G20 يوولسمه سرمشريزه غونډه به د سپتمبر په څلورمه نېټه د چين په هانګجو ښار کې پرانيستل شي. په هانګجو ښار کې دغې سرمشريزې غونډې لپاره د تياري بېلابېلې چارې په ښه توګه روانې دي او ګڼ شمېر ځايي اوسيدونکي او رضا کاران هم په فعاله توګه مرستو ته راغلي دي.

اويا کلنه سپين سرې هاو شيو چين د هانګجو ښار په شانګ چنګ سيمه کې اوسيږي، نوموړې د روان کال دوبي موسم کې ډېره بوخته ده او هره ورځ د جي شل د هانګ جو سرمشريزې غونډې د داوطلبې په حيث د استوګنې په خپله سيمه کې د امنيت ساتلو لپاره درې ساعته ګزمه کوي. که څه هم هوا ډېره ګرمه ده، خو نوموړې د ستړيا احساس نه کوي. نوموړې په وياړ داسې وويل:

((د جي شل سرمشريزه غونډه به په هانګجو ښار کې جوړه شي، دا د هانګجو وياړ دی . زه د هانګجو ښار يم او پدې ډېره وياړم. زه د دغې غونډې لپاره د استوګنې سيمې د داوطلبې په توګه وټاکل شوم او غواړم د دغې سرمشريزې غونډې لپاره خدمتونه ترسره کړم.))

سپين سرې هاو شيو چين د داوطلبي چارو د ښه ترسره کولو په موخه انګليسي ژبه هم زده کوي، هغه غواړي د انګليسي ژبې د زده کړې له لارې بهرنيو سيلانيانو ته مرسته برابره کړي.

اوس په هانګجو ښار کې د سپين سرې هاو شيو چين په شان زيات ښاريان جي شل سرمشريزې غونډې ته د تياري په هڅه کې دي. تراوسه پورې د دغې سرمشريزې غونډې لپاره زر ژباړونکي،اړيکه نيوونکي او کار کوونکي روزل شوي دي. دغه راز تر ٢٦٠٠٠ زياتو کسانو د سرمشريزې غونډې د داوطلبانو په ټاکنو کې خپل نومونه ثبت کړي او په اخر کې نږدې ٤٠٠٠ تنه انتخاب شوي دي.

له يوې مياشتې وروسته به د جي شل سرمشريزه غونډه په هانګجو کې پرانيستل شي. د هانګجو ښار ګوندي منشي جاو يي ده وايي، هانګجو د جي شل سرمشريزې غونډې ته د چمتوالي په حال کې دی، نوموړي وويل:

(( د سرمشريزې غونډې د جوړولو شرايط برابر شوي دي. د غونډو ځايويو او ښاري چاپيريال د ښه والي په موخه مو ډېرې هڅې کړې دي. تراوسه د G20 اوB20سرمشريزو غونډو عمده ځايونه ، د کورنيو او بهرنيو ګډونکوونکو مشرانو استوګنځايونه او اړوند ځايونه ترميم شوي چې له ساختماني بڼې يې چيني ځانګړتياوې ښکاري.))

د خواړو په برخه کې به ګډونوالو ته د هانګجو ځايي خواړه تيار شي، نو د غونډې په موده کې به د بېلابېلو هېوادونو مشران او مېلمانه ډول ډول خوندور ځايي خواړه خوړلی شي. د خوراکي توکو د امنيت ساتلو په موخه په هانګجو کې يو لوی ګدام جوړ شوی چې پراخوالی يې ٧٤٥٠ مترو مربع ته او ظرفيت يې ٩٠٠ ټنو ته رسيږي.

دغه راز د ټرانسپورټ په برخه کې هانګجو ښار د دغې غونډې د ګډونوالو لپاره ٩٠٠ موټرونه په کرايه نيولي او د امنيت ساتلو په موخه يې ډېرې هڅې هم کړې دي. د هانګجو ښار ګوندي منشي جاو يي ده پدې اړه وويل:

((د امنيت ساتلو په موخه مو يو شمېر ګامونه پورته کړي، د بېړنيو حادڅو د مخنيوي او مقابلې پلانونه مو طرحه کړي او لک کسيزه داوطلبه ګزموې ډلې مو هم جوړې کړې دي تر څو خطرونه په بشپړه توګه لېرې شي او د ټولنې ارامي وساتل شي.))

برسيره پردې د هانګجو د ښاري چاپيريال د ښه والي په موخه ٦٠٥ پروژې هم بشپړې شوي چې په پايله کې هانګجو ښار لاښکلی شوی او د خلکو د ژوندانه شرايط ډېر ښه شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای