CRI Online

د ريو دي جنيرو المپيک لوبې به ژر پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-05 17:07:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٦ کال د ريو دي جنيرو المپيک لوبو پرانيستونکي مراسم به پر ځايي وخت د اګست د پنځمې نېټې په شپه ترسره شي. د دغه مراسمو د ډايرکترانو ډلې په څلورمه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، که څه هم اقتصادي ستونزې او سياسي اړو دوړ رامنځته شوی وو، خو د ريو دي جنيرو المپيک لوبو پرانيستونکي مراسم به په سوچه برازيلي شکل نړۍ ته وړاندې شي. اوس مهرباني وکړئ پدې اړه د سي ار ای يوه تبصره واورئ.

د برازيل پر ځايي وخت د اګست د پنځمې نېټې د شپې په اتو بجو به د ٢٠١٦ کال د ريودي جنيرو المپيک لوبو پرانيستونکي مراسم ترسره شي. په تېرو اوو کلونو کې د دغه مراسمو لپاره د تياري چارې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې وې چې پکې نيمګړې بودجه د ډايرکترانو پر وړاندې لومړۍ لويه ستونزه وه.

په اول کې د مراسمو لپاره د ١١٠ مليونو امريکايي ډالرو بودجه ټاکل شوې وه، خو د برازيل د اقتصادي ودې د ټيټېدو په اثر دغه بودجه نيمه برخه کمه شوه چې يوازې د لندن المپيک لوبو له يوې پر دوو لسمې او د بېجينګ المپيګ لوبو له يوې پر شلمې سره برابر ده. د ريو دي جنيرو المپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د توليد ډايرکتر مارکو بليچ پدې اړه وويل:

((د بودجې د کمښت له امله زيات ډيزاينونه نه شي پوره کيدای. خو زما په اند د اوسنيو اقتصادي ستونزو پر وړاندې يو درنه مراسم ترسره کول د برازيل او ګردې نړۍ لپاره مناسب نه دي. هغه څه چې مهم دي، دا دي چې په رښتينې او تودو احساساتو سره مينه او ښه نيتونه لاس په لاس کړو.))

له اقتصادي ستونزو پرته د برازيل سياسي اړو دوړ هم دغه مراسم له ستونزو سره مخ کړي وو. څو مياشتې دمخه د برازيل ولسمشر ې ديلما روسيف د فساد په تور د ګوښه کېدو له امله په دې مراسمو کې ګډون نه شي کولی، د دغه هېواد پخواني ولسمشر چې د ريو دي جنيرو المپيک لوبو د کوربتوب غوښتنې د برياليتوب لپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي وو، په دې وروستيو کې هم څرګنده کړې چې په دې مراسمو کې به ګډون ونه کړي. په مطبوعاتي غونډه کې خبريالانو هم دا اندېښنه وښوده چې په مراسمو کې به کتونکي د برازيل لنډمهالي ولسمشر په حاضرېدو څه غبرګونونه وښيي. د ريو دي جنيرو المپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د توليد ډايرکتر مارکو بليچ پدې اړه وويل:

((د المپيک لوبو کلاسيک کېدل له دې سره چې ولسمشر څوک دی اړيکې نه لري ، د مثال په توګه د ١٩٩٢ کال د بارسيلونا المپيک لوبې او د ١٩٩٦ کال د اتلانټا المپيک لوبې، خو هغې شېبې د خلکو په ياد دي چې د سوکوهنې پخواني نړيوال اتل محمد علي سپيڅلی مشال بل کړ او د بارسيلونا د المپيک لوبو پرانيستونکو مراسمو کې سپيڅلی مشال د يو غشي د ويشتلو له لارې بل شو. دا د پرانيستونکو مراسمو رښتينی اهميت دی.))

مارکانا ستېډيم چې اتلس زره کسان پکې ځايدلي شي د برازيل د فوټبال لويې ماڼۍ په توګه ياديږي، خو دغه ستېډيم ته د ننوتلو لارې ډېرې تنګې دي، نو لوی تجهيزات پکې نه شي درول کیدای. د ريو دي جنيرو المپيک لوبو د ډايرکتر مرستيال دانيلا توماس پدې اړه وويل:

((ستېډيم ته د ننوتلو لارو د تنګوالي له کبله موږ ځيني لوي وسايل او تجهيزات نه شو درولی . بل د مارکانا ستېډيم کوچنی دی ، که دننه صحنه جوړه شي، نو د کتونکو ځايونه به ونيول او ډک شي، نو دا له اوله زموږ پر وړاندې ستونزه ده.))

د پرانيستونکو مراسمو عمومي ډايرکتر او هم د برازيل مشهور فلمي ډايرکتر فيرناندو ميريليس پدې اړه وويل:

((موږ غواړو د پرانيستونکو مراسمو له لارې نړۍ ته د پراخې سينې پيغام وليږو، يوه بله هيله هم لرو چې دغه مراسم د ډالۍ په توګه د ځمکې کرې ته ورکړو او د چاپيريال او نړۍ ساتنه وکړو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای