د شينجيانګ ورځپاڼې د خبر له مخې، د اروموچي ښار د دابان سيمې د شينجيانګ د کيمياوي سرو په فابريکه کې د بادي برېښنا د کارولو له لارې د کورونو تودولو پروژه پيل شوه، دا په شينجيانګ کې د بادي برېښنا له لارې د کورونو تودولو لومړۍ پروژه ده.
د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به په ژمي کې به د ځايي کورونو د تودولو شرايط ښه شي، نهه زره يو سل او اته پنځوس ټنه سکرو به سپما شي. نو دغه پروژه د وګړو د ژوند سويې د لوړتيا، د چاپيريال د ساتنې او په شينجيانګ کې د برېښنايي شبکې د جوړونې لپاره مثبته اغېزه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |