CRI Online

چين به د درملو او طبي چارو نظام اصلاحات ژور کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-08 17:15:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو کې نړيوال بانک، نړيوال روغتيايي سازمان، د چين د ماليې وزارت، د چين د روغتيا او د کورنی پلان کمېټې او د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت چارو وزارت په ګډه يو راپور خپور کړ چې پکې وړانديز شوی، چين بايد د درملو او طبي چارو نظام اصلاحات لا نور ژور او جدي کړي چې لوړ ارزښت لرونکي طبي سيسټم دې رامنځته کړي. د چين د طبي چارو او کورنی پلان د کمېټې او د ماليې وزارت په شمول د ادارو مسئولانو وويل، چين به په طبي چارو کې اصلاحات لا نور ژور کړي چې د بېلا بېلو کچو درملنه به پراخه کړي او د ناروغۍ د درملنې په ترڅ کې به د لګښت ناسالم زياتوالی کنټرول کړي.

په دې راپور کې راغلي، چين په ٢٠٠٩ کال کې د طبي چارو د نوې دورې اصلاحاتو له تطبيق راهيسې، د ليدو وړ مرحله ييز برياليتوب تر لاسه کړی دی. د نړيوال بانک د طبي چارو او انسانانو د پرمختګ ادارې مشر تيموس اوانس وويل

((په چين کې د نري رنځ ناروغۍ د رامنځته کېدو اندازه نيمايي ټيټه شوې، د حامله ښځو د مړينې اندازه دوه پر درېيمه برخه ټيټه شوې او د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې اندازه درې پر څلورمه برخه ټيټه شوې ده. په دې ترڅ کې چين په برياليتوب سره د طبي چارو اصلاحات ترسره کړي چې تر ټولو لويه لاسته راوړنه يې په کليوالو سيمو او ښارونو کې د طبي بيمې نظام تطبيقلول دي چې ټول کسان پکې شامل دي. دغه راز د چينايانو روغتيايي حالت ښه شوی دی. برسيره پر دې، چين د حکومتي روغتونونو او د درملو ډاکټرانو سيستم اصلاحات ترسره کړي چې د درجو له لحاظه طبي سيستم يې جوړ کړی او په بنسټيزو طبي ارګانونو کې يې خدمتونه پياوړي کړي دي. ))

د نړيوال بانک مشر جيم يونګ کيم وويل، د چين په طبي چارو کې اصلاحات به د چين د طبي سيسټم د ښه والي لپاره ګټور وي او چينايان به ترې ګټه واخلي. هغه د چين په ان هوی او فو جيان ولايتونو کې د طبي لګښت د ناسالم زياتوالی د کنټرول تدبيرونه ياد کړل او و يې ويل

((په چين کې د درملو اخيستلو سيستم معياري او سالم دی، د مثال په توګه، مخکې د درملو له فابريکو څخه د اخيستل شويو درملو بيه شل يوانه وه، خو د مشتريانو لپاره ښايي بيه سل يوانه وي، څرنګه چې له فابريکې څخه تر مشتريانو پورې بېلا بېلې پړاوونه شته چې د هرې پړاو په تېرېدو سره به بيه لوړېږي. د چين په فو جيان او ان هوی ولايتونو کې اړوندو ارګانونو له فابريکو څخه تر مشتريانو پورې د درملو د رسېدو لپاره منځني شته پړاوونه کم کړي چې اوس د ناروغانو لخوا د درملو اخيستلو بيه ټيټه شوېده. دا يو ستونزمن کار دی او په نړۍ کې ډېر هېوادونو هم له دا ډول ننګونو سره مخ دي. ))

په ياد راپور کې دې ته اشاره شوې، په چين کې د طبي چارو اصلاحاتو او پرمختګ هم له ډېرو ستونزو سره مخ دی. که چين طبي اصلاحات ژور نه کړي، نو په چين کې د طبي چارو لګښت به د ٢٠١٤ کال له پنځه سوو درې څلوېښتو مليارډو امريکايي ډالرو څخه د ٢٠٣٥ کال دوه زره څلور سوه دېرش مليارډو امريکايي ډالرو ته زيات شي، تر هغه وخت به د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې د طبي لګښت اندازه نهه سلنه ونيسي.

نو په دې راپور کې اته وړانديزونه شوي چې لومړی، بايد د بنسټيزو طبي خدمتي ارګانونو مقام لوړ شي. دوهم، حکومتي روغتونونه بايد د سختو ناروغيو درملنې ته پاملرنه زياته کړي او د عادي ناروغيو درملنې دنده دې بنسټيزو طبي ارګانونو ته وسپارل شي. درېيم، د طبي خدمت کوونکو هڅوونکی نظام دې اصلاح شي. څلورم، د طبي کارکوونکو مقام او عايدات دې لوړ شي. پنځم، معياري شخصي طبي ارګانونو ته دې اجازه ورکول شي چې اغېزمن طبي خدمتونه برابر کړي او له حکومتي طبي ارګانونو سره دې عادلانه سيالي فرصت ورکولای شي چې په دې سره په ګډه پرمختګ کولای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای