CRI Online

د اولمپيک لوبو تنظيمونکې کميټې د ريو په اولمپيک لوبو کې د چين په اړه تېروتنو ته ځوابونه ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2016-08-09 17:01:51

ګرانو اوريدونکو، د ريو د اولمپيک لوبو په لومړيو دوو ورځو کې د چيني لوبغاړو د کوښښونو له امله د چين ملي بيرغ څو څو ځله د اولمپيک لوبو په سپورټي ډګر کې پورته شوي، خو په دې ترڅ کې تيروتنې رامنځته شوې. ملي بيرغ د يو هېواد د نښې په توګه ګڼل کېږي کله چې ملي بيرغ پورته شي، د هغه هېواد خلک ډېر وياړ کوي. د اګست په ٦مه نېټه د اولمپيک لوبو د لسو مترو په اوږدوالي د چره يې توپنچې په سيالۍ کې د چين لوبغاړې دو لي او يي سی لينګ په جلا جلا توګه برونزي او نقره يي مډالونه تر لاسه کړي دي. له سيالۍ وروسته لوبغاړو ته د ميډال ورکولو په مراسمو کې په پورته شوي چيني بيرغ کې تيروتنه ليدل کيده چې ورباندې د څلورو کوچنيو ستورو ترتيب ناسم وو. له دې وروسته چيني لوبغاړو ته د ميډال ورکولو په مراسمو کې دغه تيروتنه نه وه سمه شوې. په دې هکله د برازيل د اولمپيک لوبو تنظيمونکې کميټې وويل دغه تيروتنه به ژر سمه شي. برسيره پر دې د استراليا د لامبو وهلو لوبغاړي مارک هوتن د څلور سوو مترو په اوږدوالي د نارينه وو د أزادې لامبو په سيالۍ کې لومړی مقام ونيو او له سيالۍ وروسته يې په مطبوعاتي غونډه کې د لامبو وهلو پر چيني لوبغاړي لوسون يانګ بريد کړی او بند درمل خوړونکی يې ورته خطاب دی. په حقيقت کې سون يانګ د تېرې می په اوولسمه نېټه د متيازو د معاينې په ترڅ کې بند درمل پيدا شوی چې له امله يي د همدې مياشتې له اوولسمې نېټې څخه د اګست تر شپاړسمې نېټې پورې په سياليو کې د دريو مياشتو د بنديز سزا او د پنځو زرو يوانو نغدي جريمه ورکول ، دغه راز د لامبو وهلوپه ملي سيالۍ کې دده لخوا تر لاسه شوی اتلوالی هم لغوه شوی دی.د خبر له مخې د دوه زره اتم کال په نوامبر مياشت کې سون يانګ د زړه په ناروغۍ اخته شوې او د ډاکترد تشخيص له مخې نوموړي د په زړه په کموالي په مرض اخته و او يو ډول درمل يې ورکړ شوی دی چې همدغه درمل د يادې ناروغۍ د درملنې لپاره ګټور دی ، خو دغه درمل تازه د روان کال په جنوري مياشت کې د لوبغاړو لپاره بند درمل وبلل شول .د چين د بندو درملو پر ضد مرکز مرستيال جاو جيان وويل چې ياد درمل د زړه ناروغۍ د درملنې لپاره ګټور دی ، خو دا څرګنده ده چې سون يانګ په بې پروايي دغه درمل خوړلی دی او نيت يې نه درلود چې ددې درمل په کارولو سره په سياليو کې خپل توان غښتلی کړي .

د اولمپيک د تنظيمونکې کميټې وياند د چين د ملي بيرغ په هکله د تېروتنې په هکله داسی وويل چې

موږ خبر يو ، که څه هم دغه تېروتنه ډيره وړوکې ده ، خو دا ډول تيروتنه بايد سمه شي . پرون موږ د ملي بيرغ له برازيلي جوړونکو سره اړيکې ونيولې ،اوس دوی د سم بيرغ په ګنډلو بوخت دي . تنظيمونکې کميټه ددې تيروتنې د رامنځته کېدو له امله ناخوښه ده . هغه تائيده کړه چې پرته د چين پر ملي بيرغ نه بر سېره شخړه دا ده چې د استراليا د لامبو وهونکي لوبغاړي مارک هوتن پر چيني لوبغاړي سون يانګ باندی بريد وکړ او ور ته يې بند درمل خوړونکی خطاب وکړ . دغه تهمت دننه په چين کې د سخت اعتراض سبب ګرځېدلی دی، دغه راز د چين د لامبو وهلو ادارې هم د استراليا د لامبو وهلو ادارې په پيغام کې له هوتن څخه غوښتنه کړې چې بايد له سون يانګ څخه بښنه وغواړي ، خو د اولمپيک نړيوال کميسيون لا تر اوسه د کومې خوا هريضه نه دی تر لاسه کړی ، د دې کميسيون وياند ادمس وويل

د سياليو مخکې ډيرو کسانو ډيرې خبرې کړې وې ، البته دوي د خپلو نظريو څرګندولو ازادي لري.اوس موږ ته کومه عريضه نه ده راغلې ، نو ځکه اوس پلټنه نه پيل کېږي. خو ادمس زياته کړه چې د اولمپيک په قوانينو او روحيه کې د سيالانو درناوي شامل دی .

هغه وويل . د اولمپيک نړيوال کميسيون د وينا ازادۍ ته هڅوي ، خو لوبغاړي ته هم تشويقوي چې د سيالانو او په سياليو کې د نورو د رقابت د حقوقو درناوي وکړي ، هغه لوبغاړی چې په سيالۍ کې د ګډون شرايط لري ، بايد په سالم ډول په سيالۍ کې ګډون وکړي او پر نورو له بريدونو څخه دې ډډه وکړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای