CRI Online

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ حالات لا هم له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-10 16:37:48

د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو سوداګريزو چارو ادارې مسئول د اګست په ٩مه نېټه وويل د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين په بهرنې سوداګرۍ کې د وارداتو او صادراتو اندازې دواړې د ټيټوالي په حال کې وې او شا ته د بهرنې سوداګرۍ د روانېدو فشارونه زيات دي چې په ټول کال کې دغه حالات خوشبين نه دی او له ډرو ننګونو سره مخامخ دي. هغه په همدې وخت کې وويل چين به د وارداتو په چارو کې فعالې تګلارې غوره کړي.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د تازه شميرنې له مخې د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين د وارداتو او صدراتو عمومي ارزښت ١٣٢١٠ بيليارډ يوانو ته ورسيد چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دري سلنه ټيټ شوی او د ټيټوالي اندازه د روان کال د لومړي نيمايي په پرتله صفر اشاريه دري سلنه کمه شوه. د بهرنيو اړتياوو د کموالي په حال کې د جولای په مياشت کې د چين د صادراتو عمومي اندازه ١٢٢٠ بيليارډ يوانو ته ورسيده چې د همدې مودې په پرتله دوه اعشاريه نهه سلنه زياته شوه او د وارداتو عمومي اندازه ٨٧٣ بيليارډ يوانو ته ورسيد چې د همدې مودې په پرتله پنځه اعشاريه اووه سلنه کمه شوه. د روان کال د دريم موسم پيل ثابت او سالم دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ ادارې مرستيال وانګ دونګ تانګ وويل د چين د بهرنې سوداګرۍ حالات لا هم له ډېرو پيچيلو ستونزو سره مخامخ دي، خو په ثابته توګه د ښه والي په لور روان دی. (اواز)

له جنورۍ څخه تر جولای پورې د بهرنۍ سوداګرۍ د حالت له لحاظه د چين د بهرنې سوداګرۍ حالات لا هم پيچيلي دي. د بهرنې سوداګرۍ تصديو تر نه ستومانه کېدونکو کوښښونو لاندې له جنورۍ څخه تر جولای پورې د چين د بهرنې سوداګرۍ حالات د ښه والي او ثابتوالي په حال کې دي. له مارچ راهيسی د امريکايي ډالرو په حساب بد بهرنې سوداګرۍ د صادراتو ارزښت د ټيټوالي اندازه په مسلسلو پنځو مياشتو کې کمه شوه، خو د چين د صادراتو حالت د امريکا، جاپان، جنوبي کوريا، روسيې او هند په شمول د نړۍ د عمده وو اقتصادي هېوادونو په پرتله ښه دی.

وانګ دونګ تانګ وويل که څه هم د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د تمايل حالات ښه شوی دی، خو په ټول کال کې د بهرنې سوداګرۍ د ضعيفېدو فشارونه لا هم زيات دي چې ناثابت لاملونه زيات دي، نو عمومي حالات خوشبين نه دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د انسټيټيوټ د نړيوالو بازارونو د څيړنې څانګې مرستيال بای مينګ وويل د بهرنۍ سوداګرۍ ستونزمنه موده لا هم نه ده تېر شوې، اوسمهال دا نه شي ويلی چې د بهرنۍ سوداګرۍ د ثابتېدو تمايل تصديق شوی. که بهرنۍ سوداګرۍ په بشپړه توګه له ستونزو څخه ووځي، د صنعتي چارو شکل بدلون او لوړتيا ته اړتيا لري. (اواز)

زما په اند د چين د بهرنې سوداګرۍ پرمختګ لا ډېرو کاري قواوو ته اړتيا لري. د کورنې قوې مانا دا ده چې بهرنې سوداګرۍ بايد د انساني قوې د دوديزو صنعتي چارو په سيالی کې نوې ښيګنې پيدا کړي. په تيره بيا تخنيکونه، کيفيت، نښې او خدمتي معيارونه بايد په نړيوالو بازارونو کې ښيګنې ولټول شي.

له جنورۍ څخه تر جولای پورې د وارداتو او صادراتو د شميرنې له مخې د چين د بهرنې سوداګرۍ د پرمختګ نوې قوې د راغونډېدو په حال کې دې. وانګ دونګ تانګ وويل (اواز)

د سوداګريزو توکيو د جوړښت له لحاظه له جنورۍ څخه تر جولای پورې د لويو تاسيساتو او لوړ او نوي ساينس او تخنيکونو توليداتو اندازې زياتې شوې دي. د لوړو او نوي ساينس او تخنيکونو توليداتو صادرات د عمومي حالت په پرتله ښه و. د بهرنې سوداګرۍ د قوو د بدلون له مخې نوښت د بهرنې سوداګرۍ د پرمختګ يو مهم ځواک دی. د روان کال په لومړې نيمايي کې د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا د څيړنې حالت سره سم ډېرو تصديو د نوښت له لارې په نړيوالو سيالو کې خپل توان پياوړی کړی او کوي يې.

وانګ دونګ تانګ وويل د بهرنې سوداګرۍ د ثابتې پرمختيا لپاره به د بهرنې سوداګرۍ جوړښت تنظيم شي او د پرمختګ قوت له بدل شي، د وارداتو فعالې تګلارې به غوره شي. د پرمختللو تخنيکونو او د کليو پرژو د وارداتو ملاتړ به وشي، په معقوله توګه د مصرفونکو توکيو واردات به زيات شي او په واردونکو توکو کې د لوړو او نويو تخنيکونو توليداتو او مصرفونکو توکيو برخې به زياتې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای