CRI Online

د قرمايي په فورم کې د شپېتو مليارډو ژن مين بي يوانو په ارزښت اته ويشت تړونونه لاسليک شول

cri     (GMT+08:00) 2016-08-11 15:22:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په يوولسمه نېټه، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د شينجيانګ د قرمايي فورم پای ته ورسېد. څلور سوو برخوالو په دې فورم کې د نظريو ژورې تبادلې وکړې او د دوه شپېته مليارډه پنځه سوه نهه اويا مليونه او لسو زرو ژن مين بي يوانو په ارزښت يي اته ويشت تړونونه يې لاسليک کړل.

له يادو اته ويشتو تړونونو څخه يوولس تړونونه د فورم د تر سره کېدو په ترڅ کې او اوولس تړونونه د فورم د پای په مراسمو کې لاسليک شوي دي. مثلاٌ : په پاکستان کې د چين د صنعتي سيمې د جوړولو پروژې د همکارۍ تړون، د سند ايالت د IT ښار د ګډې جوړونې د پروژې تړون، د چين او ايران تر منځ د نړيوالې همکارۍ د روزنيزې پروژې تړون، او داسې نور. دغه تړونونه د بنسټيزو تاٌسيساتو، سړکونو او سيمو له جوړونې، د ککړو شويو اوبو له پاکونې، تعليم او طبي چارو سره اړه لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای