CRI Online

د روسيې او ترکيې ترمنځ داړيکو اعاده کېدل پر جغرافيايي سياست څه اغېزې لري؟

cri     (GMT+08:00) 2016-08-11 15:57:15


د اګست په نهمه نېټه په سنت پيترسبورګ ښار کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين او د ترکيې د ولسمشر راجب تايب اردوګان ترمنځ کتنه د نړيوالو د پام وړ ده. دا له هغه وروسته چې د تېر کال په پای کې ترکيې يوه روسي پوځي الوتکه وغورځوله او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له دې امله خرابې شوې، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ کتنه وه. د کتوونکو په اند، روسيه او ترکيه چې د اسيا او اروپا په مرکزي سيمه کې دوه لوي هېوادونه دي، د سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه به خپل دريځونه نژدې کړي. د روسيې او ترکيې ترمنځ داړيکو اعاده کېدل به پر سيمه ييز سياست څه اغېزې ولري؟

لومړی، په منځني ختيځ کې به د ځواکونو حالت بدل شي.

په منځني ختيځ کې د ګډوډۍ له امله ترکيه د ترهګرۍ پرضد د لويديځو هېوادونو په مشرۍ جګړه کې زيانمن شوی هېواد ګرځېدلی دی، خو ګټې يې د لويديځو هېوادونو له پامه لويدلې. د جولای په پنځلسمه نېټه په ترکيه کې تر ناکامې کودتا وروسته، د اردوګان واک ځواکمن شوی او هغه پر ځان د اسلامي دولت په خطر لا پېژندلی دی.

ناکامه کودتا په داسې وخت کې پېښه شوه چې ترکيه له روسيې سره د اړيکو د ښه والي په هڅه کې وه، نو دغه بهير يې چټکولی دی. اردوګان پر دې ټينګار وکړ چې د سوريې بحران په حلولو کې د روسيې ګډون ډېر مهم دی. د روسيې د سياست څيړوونکی ولاديمير فرولوف په دی نظر دی چې د نهمې نېټې په کتنه کې اردوګان د سوريې مسئلې په اړه لا خلاصه رويه څرګنده کړه.

د دې ترڅنګ امريکا د اسيا او ارام سمندر سيمې ته لا نورې پاملرنې اړولې، دغه راز غواړي په منځني ختيځ کې خپل ستراتيژکي شتوالی کنترول کړي.

که روسيه د سوريې مسئلې په اړه له ترکيې سره نظريې همغږې کړي، په منځني ختيځ کې به د خبرو خپل حق پياوړی کولی، له سعودي عربستان او قطر سره به برابر کړي، دغه راز روسيه به د منځني ختيځ سيمې په مسئلو کې لا مهم رول ولوبوي.

دوهم، د اروپا د انرژۍ ډېروالی پاليسي به له ننګونې سره مخامخ وي.

د ترکيې د صدراعظم مرستيال محمت سمسيک د اقتصاد له وزير سره د جولای په ٢٦مه نېټه روسيې ته د سفر پر مهال ويلي چې ترکيه هيله لري چې د طبيعي ګازو د نل ليکو پروژې ته دوام ورکړي. دا د روسي او ترکي ولسمشرانو ترمنځ د نهمې نېټې په خبرو کې يوه مهمه موضوع وه.

د ترکيې د واکمن ګوند مرستيال حسين شهيم وويل، چې روسيه غني طبيعي ګاز لري، ترکيه د اروپا او اسيا ترمنځ پل دی، نو دواړه خواوې به د طبيعي ګازو د نل ليکو له پروژې څخه ګټې واخلي.

حقيقت دا دی چې ترکيه د اروپايي ټولنې د انرژۍ ډېروالی په پاليسۍ کې مهم ارزښت لري چې په دې هېواد کې اروپايي ټولنې ته د منځني ختيځ او د کسپين سمندرګي سيمې له خوا د طبيعي ګازو د صادرولو زياتې نل ليکې شتون لري.

که ياده پروژه په کار ولوېږي، ترکيه به د اوکراين پر ځای روسيې ته د طبيعي ګازو عمده ليږوونکی هېواد وګرځي، دغه راز د اروپايي ټولنې د انرژۍ واردات به د ترکيې تابع شي. نو د روسيې او ترکيې له خوا د دې پروژې د بيا پيل پريکړې اروپايي ټولنې ته اندېښنه پيدا کړې ده.

درېيم، د بهر کاوکاسوس سيمې حالات به ارام شي.

د بهر کاوکاسوس سيمه له ګرجستان، اذربايجان او ارمنستان سره نښلوي، نو د روسيې له خوا دايمي ستراتيژيکه اډه بلل کيږي. د اپريل په پيل کې د ناګورنو کارابخ (ناکا) سيمه کې چې دغه سيمه په بهر کاوکاسوس کې واقع ده، شخړې وشوې. د ناکا مسئلې په باره کې ترکيه د اذربايجان ټينګ ملاتړ کوي، خو روسيه د پاڼ او پړانګ ترمنځ ده. د روسيې د علمي اکاډمۍ د عرب او اسلام څيړنيز مرکز څېړوونکي دولګاف وويل، چې ترکيه له روسيې سره يو شان نه غواړي چې د ناکا په پوځي مقابله کې ښکېل شي.

د څېړوونکو په اند د روسيې او ترکيې ترمنځ د اړيکو ښه والی د ناکا سيمې د شخړو د حل او د سيمه ييزو حالاتو د ثبات لپاره مهم ارزښت لري، د بهر کاوکاسوس په سيمه کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري د دې سيمې لپاره ګټوره ده.

د روسيې د علمي اکاډمۍ د نړيوال امنيت څيړنيز مرکز څېړوونکي فينينکو په دی نظر دی چې د ترکيې پخوانی عمل د روسيې احساساتو ته زيانونه اړولي دی، نو پر ترکيې د روسانو باور اعاده کېدل وخت ته اړتيا لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای