CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-11 17:08:18

د ملي نولس کلنې لوبـډلې د ټاکلو په موخه تمريناتي سيالۍ پيل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري په کابل الکوزي کرکټ لوبغالي کې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ پنځوس اوریزې تمریناتي سیالۍ پیل شوې.

یاد ۷۰ لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي، چی هره لوبډله به په شپږو ورځو کې درې، درې تمریناتي لوبې ترسره کوي.

ددې سياليو په ترڅ کې د لوبغاړو تر هر اړخيزې ارزونې وروسته د غوراوي کمېټې د مشر دولت احمدزي له لوري د لوبغاړو ګمارنه کیږي.

ددې سياليو مدیریت د نوید صایم له لوري او په روزنه کې جاوید نوري او سیدرحمن احمدزی همکاري کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش وایی چې دې تمريناتي سياليو لپاره لوبغاړي تر څو پړاوونو ورسته انتخاب او دې پړاو ته رسیدلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې لومړى د ټولو ولایتونو لوبغاړو څخه د افغانستان په پنځو زونونو کې د ۱۷ کلنو لوبډلې ته د ټاکلو په موخه ازموینه واخستل شوه، او د ازموینې ورسته غوره لوبغاړو ترمنځ د ولایاتو او زونونو په کچه لوبې ترسره شوې او له دې پړاونو ورسته ۷۰ غوره لوبغاړي دې پړاو ته غوره شول.

نسيم الله دانش وايي، په دې پړاو کې به تر ښه غور، او ارزونې وروسته د غوراوي کمېټه ٢٥ لوبغاړي وټاکي او تر شپږيزې سياليو وروسته به ددوى او د پخوانیو لوبغاړو ترمنځ نور تمریناتي کمپونه په لاره واچول شي. تر څو نړیوالو لوبو ته ښه ملي ١٩ کلنه لوبډله وټاکل شي او هیواد ته د تل په څیر بریاوې راوړي.

د لويې وچې کپ سياليو کې افغان لوبډلې هالنډ ته ماته ورکړه

د افغان کرېکټ لوبډلې د ای سي سي لويې وچې کپ سیالیو په څلورمه لوبه کې کوربه هېواد هالنډ ته په یوه اننګز (نوبت) او د ۳۶ منډو په توپير ماته ورکړه. په دغې بریا افغانستان د انټرکانټیننټال يا لويې وچې کپ سیالیو کې له ټولو لوبډلو مخکې شو.

دغه لوبه د هالنډ په وربورګ ښار کې پيل شوې وه او په داسې حال کې پای ته ورسېده چې د لوبې دوه ورځې لا پاتې وې.

د دغې لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.

د هالنډ لوبډلې د لوبې په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې. له دغې لوبډلې سيلر ۳۸، رېپون ۲۴ او بورين د ۱۶ منډو په جوړولو وتوانېد.

له افغان لوبډلې يامين احمدزي ۵، دولت ځدراڼ ۴ او ميرويس اشرف يو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۲ منډې جوړې کړې او له مقابلې لوبډلې سره يې د ۱۹۵ منډو توپیر درلود. افغان منډې جوړونکو کې حشمت الله شهيدي۸۳، رحمت شاه ۵۱ او ناصر جمال د ۴۳ منډو په جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

د لوبې په دوهم اننګز کې د هالنډ لوبغاړي د ۱۵۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل، چې له دې سره يې سيالي د يوه اننګز او ۳۶ منډو په توپير وبايلله.

له افغان لوبډلې ظاهر خان پکتين ۴، دولت ځدراڼ ۳، ميرويس اشرف او محمد نبي د هالنډ يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د هالنډ پر وړاندې له بريا وروسته افغان لوبډله د ۲۰ نومرو په ګټلو سره د جدول سر ته راورسېده او له ټولو ګډون کوونکو لوبډلو مخکې شوه.

د افغان کرېکټ لوبډلې مرستيال روزونکي رييس احمدزي بي بي سي پښتو سره په خبرو دا د افغانستان لپاره لويه بريا وبلله.

نوموړی وايي د دغو څلور ورځنيو سياليو ګټوونکی به په راتلونکې کې د کرېکټ له لسو غوره ټيمونو سره پنځه يو ورځنۍ مسابقې ترسره کوي، د ده په وينا، زياتې پيسې به ورکول کېږي او له ډېرو هېوادونو سره به لوبې کوي.

د افغانستان راتلونکې لوبې د هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او ايرلنډ سره دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای