CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-11 17:02:29

د افغانستان شپږيزه کرکټ سيالۍ

سږکال د افغانستان کرکټ په سترو سیالیو الکوزي شپږیزې لیګ کې د تیسټ، پنڅوس اوریزو او شل اوریزو اوه بهرني نړیوال لوبغاړي ناصر جمشید، محمد اصف، کامران اکمل، محمد سمیع، سکندر رضا، سلمان بټ اوخالد لطیف به ولوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش وایی یادو لوبغاړو ته مو په نړیوال معیار اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي دانش وویل د افغانستان کرکټ بورډ اداره ددې پوره وړتیا لري چی د نړیوالو لوبغاړو کوربتوب په سمه توګه وکړي، هغه زیاته کړه چی د نړیوالو لوبغاړو راتک به په هیواد کې دننه په کورنیو لوبغاړو ډیره مثبته اغیزه وکړي او ډیرې تجربې به ترې ترلاسه کړي.

دانش زیاته کړه موږ په تیرو لنډو څو ورځو کې د کرکټ د نړۍ ستر هیواد هندوستان د معلولینو لوبډلې کوربتوب په ټولو نړیوالو معیارونو ترسره کړ، او دا لیګ به هم په نړیوالو معیارونو ترسره کړو.

د کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزی وایی د لومړي ځل لپاره شپږیزې لیګ سیالیو ته د نړۍ د پیژندل شویو لوبغاړو راتک به ډیر ګټور تمام شي.

ښاغلی ستانکزی وایی تر دا مهاله د افغانستان کرکټ بورډ اداره په خپلو بیلابیلو چارو کې د پرمختګ په لور تللې او دا لړۍ به دوام ولري.

نوموړي وویل په الکوزي شپږیزه لیک سیالیو کې به د بهرنیو لوبغاړو له لوبو هم مینوال ډیر خوند واخلي.

یاد بهرني نړیوال لوبغاړي به د شپږیزې لیګ په شپږو لوبډلو کې ولوبیږي.

په استرالیا کې افغان استوګن نذیر شینواری چی د اسرالیا سیډني ټنډر (بیګ باش) او بلک ټاون سیډني لوبډلو لوبغاړی دی وایی د افغانستان کرکټ سره مې مینه زیاته ده او ددې لیوالتیا مې درلوده چی د افغانستان کرکټ شپږیزې لیګ کې ولوبیږم.

د نړیوال کرکټ پيژندل شوی لوبڅار سریکا پرساد، کابل ته راورسېد.

نړیوال لوبڅار سریکا پرساد، د نولس کلنو نړیوال جام، د ښځو نړیوال جام، څلور ورځنیو انټر کانټینینټل جام ، نړیوال ډویژن لوبو او یو ورځنیو لوبو کې لوبڅاري کړې، اوس به نوموړی د ۲۰۱۶ کال شپږیزه لیګ سیالیو کې د الکوزي ـ کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د میچ ریفري په صفت دنده مخته وړي او هم به زموږ له لوبڅارانو سره مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې دا لوبڅار ۱۹ کلنه نړیواله تجربه لري.

د افغانستان کورني کرکټ په کچه مخکښه د ۲۰۱۶ کال شپږیزه لیګ نن په رسمي ډول د الکوزي – کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پرانستل شوه.

دا مراسم د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره پیل شول، ورپسې ملي سرود واورول شو، وروسته په دې سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې د سټیج له مخې تیر شول او پر خپلو ځانګړو ځایونو کیناستل.

په دغه پرانست غونډه کې د زرګونو مینه والو ترڅنګ، د ولسمشرۍ ماڼۍ، اداره امور، د یوشمېر وزارتونو استازي، د ملي شورا غړو، والیانو ، درسنیو استازو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

د کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش پخپلې پرانستونکې وینا کې راغلو میلمنو او زرګونو مینه والو ته ښه راغلاست وویل او د کرکټ د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې سږ کال شپږیزه لیګ له نويو نوښتونو سره تر سره کیږي، او دوی هڅه کوي چې په نړیوالو معیارونو یې مینه والو ته وړاندې کړي.

ښاغلي دانش په شپږیزه لیګ کې ګډون کوونکو نړیوالو لوبغاړو څخه هم مننه وکړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

نوموړي وویل، چې کرکټ په افغانستان کې یواځې لوبه نه ده، بلکې د سولې، ورورولۍ او د وروڼو قومونو ترمنځ د همغږۍ یوه ښه وسیله ده.

د کرکټ بورډ اجرایوي ريیس شفیق الله ستانکزی په یاده غونډه کې وویل چې کرکټ یواځینې لوبه ده، چې هیواد وال یې په اتفاق ساتلي او تل یې خوښۍ ورپه برخه کړي دي.

ښاغلي ستانکزي وویل یو شمېر مغرضې کړۍ هڅه کوي، چې د شخصي ګټو او عقدو له مخې دې لوبې او ادارې ته زیان ورسوي، خو هغوی به کله هم بریالي نه شي .

هغه د خپلو خبرو پر مهال د ټولو زنونونو مسوولین راوغوښتل او له ټولو سره یې په یو ځای د لاسونو پورته کولو سره د یووالي ننداره وړاندې کړه.

اجراییوي رییس له راغلو نړیوالو لوبغاړو مننه وکړه چې افغانستان ته راغلي او د افغانستان په شپږیزه لیګ سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

د شپږیزه لیګ د پرانستې په مراسمو کې سندرغاړو ویاند هنر جو او فرهاد غفور د کرکټ لپاره ځانګړې سندرې وویلې او غونډه په اتڼونو او د اورلوبې په خوښیو سر پای ته ورسیده.

ټاکل شوې ده، چې د شپږیزې رسمي سیالۍ د سه شنبې په ورځ د لړم ۱۹ مه د کابل دالکوزي په نړیوال لوبغالي کې پیل شي، چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره کیږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای