CRI Online

چين په فعاله توګه د انرژۍ نظام اصلاحات هڅوي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-12 16:53:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،اوس چين د انرژۍ جوړښت په ستراتيژيکی تنظيم بوخت دی چې د طبيعي ګازو په شمول د پاکو انرژيو د لګښت اندازه به زياته شي او د انرژۍ د عصري سيستم به جوړ شي. له دې نه پرته، د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به د انرژۍ پلان خپور شي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د انرژۍ د اصلاحاتو لپاره لارښوونکی رول ولوبوي. په دې اړه اړوند کارپوه وايي، د پلان اصلي محتويات د انرژۍ جوړښت او تنظيم ته دوام ورکول دي.

د بيو اصلاح په چين کې د انرژۍ د اصلاحاتو لپاره يو مهم ګام دی. د مثال په توګه، ډېرو تصديو د برېښنا د ليږدولو بيې له اصلاحاتو څخه ګټه اخيستې ده. د يون لو په نوم د شرکت مرستيال مشر يو جي لين وويل، د برېښنا بيې په ټيټېدو سره هر کال د دې شرکت د برېښنا لګښت يو مليارډ يوانه سپموي. هغه وويل

((که د برېښنا بيه اصلاح نه ده شوې او لا هم د پخوانی صنعتي حکومت لخوا ټاکل شوې سويه وساتل شي، نو زموږ اوسنی عايدات او د توليد او پلورنې اندازه به زياته نه شي او ښايي په څرګنده توګه ټيټه شي. ))

په چين کې د برېښنا بيې تر اصلاح وروسته، د برېښنا توليدي شرکت د پلورلو هغه پخوانی نظام له لاسه ورکړی چې د برېښنا د اخيستلو او پلورلو د بيو د توپير په وسيله يې ګټه اخيسته. د چين د انرژۍ ادارې د قانون او ادارې نظام د اصلاحاتو ادارې مشر ليانګ چانګ شين وويل

(( تر اصلاحاتو وروسته د برېښنا شرکتونه د برېښنا د ليږلو اندازې له مخې اړوندې پيسې تر لاسه کوي چې د حکومت لخوا ټاکل شوی، خو د پخوا په شان د برېښنا د اخيستلو او پلورلو د بيو د توپير په وسيله ګټه نه اخلو. دغه راز د برېښنا د پلور بيه به لا نوره عادلانه وي. ))

تر اصلاحاتو وروسته به د برېښنا د برابرونکو شرکتونو او د برېښنا پلورونکو شرکتونو تر منځ سيالۍ رامنځته شي. د برېښنايي شرکتونو لپاره، د انرژۍ لګښت په سپما او د برېښنا د توليد او پلور اندازې په زياتولو سره به ډېرې ګټې تر لاسه کړي. د برېښنا مصرف کوونکي شرکت د ټيټې بيې برېښنا انتخابولی شي. د يوې شمېرې له مخې، اوس په يون نان، ان هوی او هو بې په شمول پنځو ولايتونو کې چې دغه اصلاحات ترسره شوي، د برېښنا بيې د ټيټېدو اندازه اته سوه او پنځوس مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده. د مالوماتو له مخې، چين به په راتلونکی کې د برېښنا بيې د اصلاحاتو د ازمويښتې سيمو پراخوالی لا نور پراخ کړي.

اوس د چين په شمول پرمختيايي هېوادونه ګام په ګام په نړۍ کې د انرژۍ د مصرف د زياتوالی عمده ځواکونه ګرځېدلي دي. په عين وخت کې په چين کې د انرژۍ پرمختګ له ډېرو ستونزو سره مخ دی، مثلا د انرژۍ په مصرفی جوړښت کې د عنعنوي انرژيو زياتوالی، د باد، لمر او برېښنا د توليدي جوړښت نابشپړتيا، د عنعنوي انرژۍ پر ځای د پاکو انرژيو د کارېدو سخته دنده او داسې نور. د چين د انرژۍ ادارې د پلان جوړونې څانګې مرستيال هه يونګ جيان د پاکو انرژيو د کارولو په اړه وويل

(( اوس په چين کې د سکرو د کارولو اندازه ډېره زياته ده چې هر کال اوه يا اته سوو مليونو ټنو ته رسېږي. په صنعتي چارو کې د سکرو مصرفي اندازه شل سلنې ته رسېږي چې په نړۍ کې له منځنې سويې څخه ډېره لوړه ده. د سکرو د پاکېدو درې طريقې يعنی طبيعي ګاز، برېښنا او لوړ کيفيت لرونکي سکاره د عنعنوي ټيټ کيفيت سکرو د پر ځای کولو لګښت ډېر دی، نو د حکومت د تګلارو ملاتړ ته ډېره اړتيا لري.))

اوس چين د انرژۍ جوړښت په ستراتيژيکي تنطيمولو بوخت دی چې د سکرو مصرفي اندازه به ټيټه شي او د پاکو انرژيو د کارولو اندازه به لوړه شي. برسيره پر دې، چين به د انرژۍ د عصري سيستم د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای