CRI Online

سيلاني د چين د اقتصادي پرمختګ نوی هڅونکی ځواک ګرځېدلی

cri     (GMT+08:00) 2016-08-15 16:50:14

د چين د سيلانيزې ادارې څو ورځې مخکې يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د ٢٠١٦ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په چين کې د سيلانيانو شمېر او سيلانيز عايدات په ثابته توګه زيات شوي. اوس د چين اقتصاد له ډېرو فشارونو سره مخ دی، خو سيلانيزې چارې د ښه پرمختګ په حال کې دي، ويل کېږي چې سيلاني د چين د اقتصادي پرمختګ نوی هڅوونکی ځواک ګرځېدلی دی.

د جو ګه په نوم زوړ کلی چې د چين د شان شي ولايت په ميان ولسوالۍ کې پروت دی، د روان کال په مارچ مياشت کې پرانيستل شوی او ډېر کورني او بهرني سيلانيان يې جلب کړي دي. په دې زوړ کلي کې د يو رستورانټ خاوندې مېرمن لوه خبريال ته وويل

(( د سيلانيانو شمېر زموږ له اټکل څخه ډېر زيات دی. په لومړۍ ورځ زموږ رستورانټ د سلو مېزونو مشتريان راجلب کړي، ور پسې کاربار مو په ثابت ډول پرمخ روان دی. ))

د جو ګه په نوم د زوړ کلي په جلبونې سره د شاوخواوو منظره لرونکو ځايونو کاربار هم هڅول شوي، د وو هو څه په نوم موزيم چې د ياد زوړ کلی ګاونډی دی، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې هم ډېر زيات سيلانيان جلب کړي. د دې موزيم لارښوونکي ښاغلي جاو خبريال ته وويل

((زموږ کاري اندازه په څرګنده توګه زياته شوې ده، د تېر کال په همدې موده کې هره ورځ مو د دريو ډلو سيلانيانو لارښوونه کوله، خو سږ کال هره ورځ د شپږو ډلو سيلانيانو لارښوونه کوو. ))

د شان شي ولايت د ميان شيان په ولسوالۍ کې د سيلانيزو چارو تودوالی په چين کې د سيلانيزو چارو د ګړندي پرمختګ يوه نښه ده. د يوې شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په چين کې د سيلانيز بازار پيمانه په ثابته توګه لويه شوې ده. د چين په دننه کې د سيلانيانو شمېر دوه مليارډه دوه سوه شپږ دېرش مليونه و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت لس اعشاريه اوه څلوېښت سلنه زيات شوي دي. د چين څخه دباندې د چيني سيلانيانو او چين ته د بهرنيو سيلانيانو شمېر ١٢٧ مليونه و چې د تېر کال په پرتله څلور اعشاريه يو سلنه زيات شوی. د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د چين سيلانيز عايدات ٣٤٦ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوولس اعشاريه څلور سلنه زيات شوي دي.

د يادولو وړ ده چې اوس د چين اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو په سيلانيزو چارو کې پانګونه او مصرف لا هم د ګړندي پرمختګ په حال کې دی. د يوې شمېرنې له مخې، په ٢٠١٥ کال کې د چين په سيلانيزو چارو کې پانګونې ١٥٥ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې د ٢٠١٤ کال په نسبت ٤٢ سلنه زياته شوې ده. د سيلانيز مصرف له لحاظه، هم د چين په دننه او هم له چين څخه په بهر کې سيلانيز مصرف په نړۍ کې لومړی مقام نيسي.

د چين د سيلانيزې ادارې د پلان او ماليې څانګې مشر پنګ ده چنګ دې ته اشاره وکړه، په چين کې د سيلانيزو چارو ګړندي پرمختګ لاملونه د چين د اقتصادي پرمختګ طريقې بدلون او د برابرونې جوړښت اصلاحات دي. ده وويل

(( اوس د چين اقتصادي پرمختګ دغې مرحلې ته رسېدلی چې د منځنۍ سويه عايدات لرونکو پيمانه لويه ده، د دغو خلکو لپاره سيلانۍ ته اړتيا ډېره زياته ده. له دايمي مودې راهيسې، په چين کې د سيلانيزو چارو عرضه له تقاضا څخه کمه ده، نو په دې حال کې چې حکومت د برابرونې جوړښت اصلاحات ترسره کوي، د سيلانيزو چارو عرضه بايد په ګړندي توګه ښه شوې، نو په سيلانيزو چارو کې پانګونه هم ډېره زياته شوې ده او سيلانيز مصرف هم د ګړندي زياتوالی په حال کې دی. ))

د څېړونکو په اند، په راتلونکو دريو کلونو کې ښايي د چين په سيلانيزو چارو کې مستقيمې پانګونې له ٤٦٠ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياتې وي. سيلانيزې چارې د چين د اقتصادي پرمختګ نوی حياتي ځواک ګرځېدلی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای