CRI Online

چين د نوښتي ځواک په نړيوال لېست کې ٢٥م مقام نيسي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-16 17:27:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پوهنې ملکيت حق په اړه نړيوال سازمان د اګست په ١٥مه نېټه په ژنيو کې د ٢٠١٦ کال د ګردې نړۍ د نوښتي ځواک لېست خپور کړ چې چين پکې ٢٥م مقام ونيو. سويس د مسلسلو ٦ کلونو لپاره په دې لېست کې لومړی مقام نيولی.

د نوښتي ځواک په اړه دغه لېست د پوهنې ملکيت په اړه د نړيوال سازمان او د مشهورو نړيوالو علمي ارګانونو لخوا په ګډه خپرېږي او د ٢٠٠٧ کال راهيسې يې هر کال يوه پاڼه خپره کړې او کوي يې. دغه راپور په ګرده نړۍ کې د تصديو د مشرانو او د تګلارو ټاکونکو لپاره لارښوونې برابروي. سږني راپور د ٨٢ معيارونو له لحاظه د ګردې نړۍ د ١٢٨ اقتصادي بازارونو په اړه ارزيابي کړې ده.

د پوهنې ملکيت په اړه د نړيوال سازمان عمومي مدير فرانسيس ګوری په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، نوښتي ځواک د اقتصاد د دايمي پرمختګ د هڅولو مهم ټکی دی. ده وويل

((په دې حال کې نوښت ډېر مهم دی ، څرنګه چې هغه ښايي د اقتصادي پرمختګ لپاره نوې لارې جوړې کړي. له نړيوال پولي بحران راهيسې، د نړيوال اقتصاد حالت کمزور دی، خلکو د اقتصادي احيا د ترسره کولو لپاره نوې طريقې د لټولو لپاره کوښښ کړی او کوي يې. په دې جمله کې ډېر اغېزمنه او د جګپوړو مشرانو د پاملرنې وړ طريقه نوښت دی. ))

د دې راپور له مخې، د نوښتي ځواک په ياد لېست کې لومړي لس ځايونه د پرمختللو هېوادونو لخوا نيول کېږي. سويس د مسلسلو شپږو کلونو لپاره پکې لومړی مقام نيولی، سويډن، بريتانيې، امريکا، فنلنډ، سينګاپور، ايرلند، ډنمارک، هالند او جرمني په جلا توګه له دوهم څخه تر لسم پورې مقامونه نيولي دي. په دې راپور کې راغلي، په مخکنيو ٢٥ اقتصادي بازارونو کې ١٥ د اروپا دي، څرنګه چې اروپا پياوړی ادارې نظام او بنسټيز تاسيسات لري. له دې نه پرته، امريکا د نوښت په برخه کې يو پياوړی هېواد هم دی.

د پاملرنې وړ دا ده چې چين ٢٥م مقام نيسي چې په تاريخ کې تر ټولو ښه مقام دی. په تېرو څو کلونو کې د چين مقام د لوړتيا په حال کی و، په ٢٠١٣ کال کې چين ٣٥م مقام نيولی و او په ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کال کې چين ٢٩م مقام ونيولو. د پوهنې مالکيت په اړه نړيوال سازمان دې ته اشاره وکړه، چين په مخکنيو ٢٥ ځايونو کې شامل دی، له دې څخه ښکاري چې پرمختيايي هېواد د لومړي ځل لپاره د پرمختللو هېوادونو په لېست کې شامل شوی دی. په چين کې نوښتي چارې د ښه والي په حال کې دي. فرانسيس ګوری وويل

(( د چين دغه برياليتوب په دې وروستيو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې د دې هېواد لخوا تر لاسه شويو برياليتوبونو سره اړه لري. چين په دې وروستيو کې نوښت ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې چې د چين د اقتصاد د اصلاحاتو لپاره يوه مهمه طريقه بلل کېږي. ))

ياد نړيوال سازمان دې ته اشاره وکړه، د نوښت په برخه کې د پرمختيايي هېوادونو او پرمختللو هېوادونو تر منځ توپيرونه هم ډېر زيات دي. په تېرو څو کلونو کې که څه هم د جنوبي افريقا د هېوادونو د نوښت توان تر يوې اندازې پورې پياوړی شوی، خو په ګرده نړۍ کې د تصديو د څېړنې او د لوړ او نوې تکنالوژۍ د صادراتو په برخو کې توان يې لا هم کمزوری دی. د لاټينې امريکا د هېوادونو د نوښت پټ ځواک نه دی استخراج شوی، د نوښتي ځواک په لېست کې د دوی مقامونه نه دي بدل شوي. د منځني ختيځ او شمالي افريقا په سيمو کې ډېرو هېوادونو د اقتصادي پلوراليزم د عملي کولو لپاره کوښښونه کړي او کوي يې. په ياد راپور کې راغلي، اوس په ګرده نړۍ کې د نوښتي فعاليتونو اندازه په پر له پسې توګه زياته شوې، د پوهنې او وړ کسانو په تبادلې او تګ راتګ سره به په ګرده نړۍ کې د نوښتي چارو برياليتوبونه ډېرو زياتو سيمو ته ګټې ورسوي. د هېواد په کچه، نوښتي تګلارې بايد د نړيوالې همکارۍ او د پوهنې د خپرېدا لپاره وکارول شي. د نويو نړيوالو ادارو جوړښتونه هم بايد د پرمختيايي هېوادونو په منځ کې د تکنالوژۍ د خپريدا لپاره هڅوونکی او ملاتړی رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای