CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان د جينينونو او ماشومانو د مړينې د کچې د ښکته کولو په موخه لارښوونکي سندونه خپاره کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-17 17:28:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، زېږون د ميندوارو ميندو او ماشومانو لپاره خطرناکه شېبه بلل کيږي. د روغتيا نړيوال سازمان شمېرنه ښيي چې هر کال په نړۍ کې څو مليونه جينينونه او نوي زېږېدلي ماشومان مړه کيږي، خو پدې اړه د تفصيلي طبي ريکارډونو او څارنو د نشتوالي له کبله د دغې کچې د ښکته کولو اغېزمنه چاره نه ده پيدا شوې. د اګست په ١٦ مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان پدې اړه ٣ لارښوونکي سندونه خپاره کړل چې هدف يې د جينينونو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچې د ښکته کولو په برخه کې له بېلابيلو هېوادونوسره مرسته کول دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د انساني تولد لړۍ څېړنيزې ادارې رئيس ايان اسکيو په جنيوا کې يوه مطبوعاتي غونډه کې يو لړ شمېرې ورکړې، نوموړي وويل:

((هرکال د نړۍ په بېلابېلوځايونو کې څه باندې٢٦ لکه جنينونه، له زېږون نه ٢٨ ورځو کې٢٧ لکه ماشومان او د زېږون پر مهال ٣ لکه ميندې مړې کيږي. موږ بايد د دغو تراژيديو د مخنيوي په موخه اغېزمن ګامونه پوره کړو.))

د روغتيا نړيوال سازمان دې ته اشاره کړې چې ښه طبي خدمتونه د زياتو جينينونو او نويو زيږېدلو ماشومانو د مړينې مخه نيولی شي. خو اوس د زياترو مړو شويو جينينونو او د مړو شويو نيمايي نويو زيږېدلو ماشومانو په اړه هيڅ راپور نه دی ثبت شوی او د مړينې د سببونو پلټنې يې هم نه دي ترسره شوې ، نو رسمي راپور کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه همېشه تر حقيقت ټيټه ده. اين اسکيو پدې اړه وويل:

(( زموږ لومړۍ ستونزه دا ده چې د جينينونو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچې په اړه کره شمېره نه لرو، اوسنۍ شمېره يوازې وړاندوينه ده. دوهم پدې اړه ريکارډ هم نه شته، نو د مړينې سبب معلوم نه دی او د مړينې د مخنيوي چاره نه شي پيدا کېدای.))

د روغتيا نړيوال سازمان لخوا په دريو خپاره شويو سندونو کې د مړو شويو جينينونو او نويو زېږېدلو ماشومانو د دسته بندۍ معياري سيستم ټاکل شوی او د جينينونو، نويو زېږېدلو ماشومانو او ميندو د مړينې د سببونو په اړه د پلټنې چارې ليکل شوې دي. ايان اسکيو پدې اړه وويل، د مړينې شمېرنه او د مړينې د سببونو په اړه پلټنه د بېلابېلو هېوادونو د صحي پالنې د کيفيت د لوړولو لپاره ګټورې دي. نوموړي وويل:

((ننني عمليات زموږ لپاره يوه خوځونکي قوه ده او مونږ ته به د جنينونو، نويو زېږېدلو ماشومانو او ميندوارو ميندو د مړينې کچې د ښکته کولو په موخه اغېزمنې لارې چارې رازده کړي.

همدارنګه د روغتيا نړيوال سازمان زياته کړه چې د يادو ميکانيزمونو جوړول به د بېلابيلو هېوادونو د دوام لرونکي پرمختګ موخې او د ښځو، ماشومانو، تنکيو ځوانانو د روغتيا نړيواله ستراتيژۍ کې د ټاکل شويو موخو د پوره کولو لپاره ډېر ګټور دي، نوموړي پدې اړه وويل:

((د جينينونو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې زياتره برخه په منځنيو او ټيټو عايداتو لرونکو هېوادونو کې رامنځته کيږي او دغه انډول تقريبا ٩٨٪ ته رسيږي. له دې جملې څخه تر نيمايي زياته برخه د شخړې او يا بېړنيو حالاتو کې او بله نيمايي په کاري ځايونو کې رامنځته کيږي. که کاري شرايط ښه شي، نو ورته پېښې به کمې شي.))

برسيره پردې د روغتيا نړيوال سازمان د نړيوالو ملګرو په عملياتي پروګرام کې هم ګډون کړی ترڅو د ميندوارو ميندو او ماشومانو د روغتيايي معلوماتو په ګډون کره روغتيايي شمېرې ترلاسه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای