CRI Online

شي جين پينګ : د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له نعمت څخه دې د دغې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو خلک برخمن شي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-18 17:01:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ١٧ مه نېټه په بېجينګ کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لارې د ابادولو چارو په غونډه کې ګډون وکړ او په دې غونډه کې يې د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د اړوندو تګلارو په مشورې ټينګار وکړو ، تاسيسات دې بشپړ کړو،سوداګريزې مهاملې دې چالانې وساتو، پانګې دې راغونډې کړو، د خلکو زړونه دې سره نژدې کړو ، همکارۍ دې نوې او پراخې کړو او د ورېښمو شينې، سالمې او قوې لارې د جوړولو په موخه دې هڅې وکړو ترڅو د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو خلک د دغې لارې د ابادۍ له نعمت څخه برخمن شي.

د ٢٠١٣ کال په مني کې رئيس شي جين پينګ د منځنۍ اسيا او جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو څخه د ليدنې په ترڅ کې دا مهمه طرحه وړاندې کړې وه چې د ورېښمو لارې پر غاړه پراته هېوادونه دې په ګډه سره د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ٢١ مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لاره جوړه کړي. يو کمربند او يوه لاره د اسيا او اروپا وچې سره نښلوي او د دغې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو عمومي نفوس ٤ مليارډو او ٤٠٠ مليونو تنو ته او عمومي اقتصاد يې ٢٣٠٠٠مليارډو ډالرو ته رسيږي، دغه دواړه شمېرې په جلاجلا توګه د نړۍ ٦٣٪ او ٢٩٪ نيسي.

د زياتو چيني او بهرنيو کارپوهانو په اند د يو کمربند او يوې لارې طرحه د چين د هغې هيلې ښکارندويې کوي چې له نړۍ سره په تېره بيا له اروپايي او اسيايي هېوادونو سره د پرمختګ لاسته راوړنې شريکې کړي. شي جين پينګ پدې اړه وويل:

((تراوسه پورې تر سلو زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دغه طرحه کې برخه اخيستې، د ورېښمو لارې پر غاړه مو له څه باندې ٣٠ پرتو هېوادونو سره د يوکمربند او يوې لارې د ابادولو په اړه د همکارۍتړونونه لاسليک کړي او له شلو هېوادونو سره مو د توليدي توان په برخه کې همکارۍ کړې دي. دغه راز د م م په شمول يو شمېر نړيوالو سازمانونو هم په دې اړه فعاله رويه څرګنده کړې، د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک او د ورېښمو لارې صندوق په شمول يو شمېر پولي همکارۍ لاژورې شوې او يو لړ لويې پروژې پيل شوې دي. د يو کمربند او يوې لارې ابادي تر وړاندوينې چټکه ده او زياتې لاسته راوړنې لري.))

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ د فرصت په نيولو سره د نړيوال پيوستون ، د سوداګرۍ او پانګونې د همکاريزې سويې لوړوالی او د توليدي توان او د تجهيزاتو جوړولو په برخو کې د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا له آره د اغېزمنو برابرونو د لوړولو له لارې د نويو اړتياوو رامنځته کول دي ترڅو نړيوال اقتصاد لامتوازن شي. شي جين پينګ پدې اړه وويل:

((اوسمهال نړيوال اقتصاد په رکود کې پاتې دی، که په اوسني حال کې توليدي او د ابادۍ توان بهر ته وپېژندل شي او د ورېښمو لارې پر غاړه د پراتو هېوادونو د صنعتي او عصري کېدو په چارو او د بنسټيزو تأسيساتو په جوړولو کې وکارول شي، نو نړيواله اقتصادي وده به لاثابته شي.))

په تېرو دوو کلونو کې د چين حکومت"د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ٢١ مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د جوړولو ستراتيژي " تصويب کړه او"په ګډه سره د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو طرحه او عملياتي " سند يې خپور کړ. د همدې ورځې په غونډه کې رئيس شي جين پينګ د دغې طرحې د پلې کولو په اړه نوې تفصيلي غوښتنې وړاندې کړې او ويې ويل، چې د دغې طرحې د پلې کولو په بهير کې دې د بېلابېلو هېوادونو د ګډو سلامشورو، په ګډه سره د جوړولو او د ګټو د شريک کولو پر اصولو ټينګار وشي او مهمو سيمو، مهمو هېوادونو او مهمو پروژو ته دې لومړيتوب ورکړل شي. نوموړي وويل:

((د بنسټيزو تأسيساتو پيوستون او د توليدي توان، اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ دې پياوړې شي او يولړ مهمې پروژې دې په ښه توګه پلې شي ترڅو ژرترژره لاسته راوړنې ولرو او اړوند هېوادونه ترې ګټې ترلاسه کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای