CRI Online

د م م ځانګړي استازي د سوريې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د اته څلوېښتو ساعتونو لپاره دې په اليپو کې اور بند وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-08-19 14:48:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست نولسمه نېټه د بشر دوستۍ له نړيوالې ورځې سره برابره ده . د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ستافان دي ميستورا په دې ورځ د سوريې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د اته څلوېښتو ساعتونو لپاره دې په اليپو کې اور بند وکړي، تر څو بشري مرستې کلابندو سيمو ته ورسول شي.

د سږ کال په اپريل مياشت کې د سوريې د سوله ييزو خبرو اترو له ځنډېدلو وروسته ښاغلي ميستورا د دغو خبرو اترو د بيا پيل لپاره ډيپلوماتيک کوښښ او هڅې کړي دي او د سوريې مسئلې په اړه د بشري د مرستې کاري ګروپ او د اوربند کاري ګروپ هم څو څو ځله غونډې جوړې کړې دي او د سوريې په داخل کې يې د حالاتو ارزونه کړې ده، تر څو د بشري بحران ليرې شي او سوله ييزې خبرې اترې بيا پيل شي. خو د اګست د اتلسمې نېټې په سهار ښاغلي ميستورا ناڅاپه خبر ورکړ چې د بشر دوستۍ د کاري ګروپ هغه غونډه دې لغوه شي، کومه چې د پلان له مخې د همدې ورځ په سهار تر سره کېدله. ورپسې په يوه خبري ناسته کې يې وويل،

پريکړه مې کړې ده چې د بشر دوستۍ د کاري ګروپ غونډه د لنډې مودې لپاره وځنډول شي. له دې څخه د سوريې حالاتو ته پاملرنه، د بشر دوستۍ د نړيوالې ورځې احترام او د سوريې د اوسنيو حالاتو په نسبت اندېښنه څرګندېږي. څرنګه چې په دغه هېواد کې شخړې ترينګلې شوې دي، نو د بشري مرستو کارول مشکلېږي.

نوموړي وويل، چې د بشر دوستۍ د نړيوالې ورځې په درشل کې خلک په سوريه کې يوازې جګړه، بريد، راکټ، بمونه، هوايي بريد او ځانمرګې چاودنې ګوري. تر اوسه پورې يو سل او لس ورځې کېږي چې کلابندو سيمو ته د بشري هېڅ ډول مرستې نه دي رسېدلي. د اليپو ختيځه برخه کلابنده ده او لويديخه برخه يې هم د کلابندېدلو له ګواښ سره مخامخ ده. نوموړي د م م د سرمنشي په استازيتوب د سوريې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د اته څلوېښتو ساعتونو لپاره دې اور بند وکړي. ده وويل،

د م م سرمنشي په دې اړه ښکاره څرګندونې کړې دي. دغه راز، د بشر دوستۍ په اړه د م م د سرمنشي مرستيال سټيفين اوبرين او د سره صليب نړيوالې ټولنې رئيس پيټر ماورير هم په دې اړه ښکاره څرګندونې کړې دي. موږ له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوو چې لومړی په اليپو کې لږ تر لږه د اته څلوېښتو ساعتونو لپاره اور بند وکړي. موږ به پر دغې غوښتنې ټينګار وکړو، تر څو په اليپو کې حالات ښه شي او د م م د بشر دوستۍ مرستندويه کاروان دغې سيمې ته داخل شي. هيله ده چې د اليپو په خيتځې او لويديځې سيمو کې د بشر دوستۍ مرستې به د هر اړمن کس لاس ته ورسېږي. موږ د دې لپاره چمتو يو.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د اته څلوېښتو ساعتونو لپاره د اوربند تر څنګ بايد په دغو سيمو کې د طبي مرستو په شمول د بشر دوستۍ مرستې کارول ته اجازه ورکړل شي.

په سوريه کې د يو شمېر لويو هېوادونو د پوځي مداخلې د يادونې په وخت کې يې د يوه خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

زما په اند، تاسې پخپله نظر تر لاسه کړی دی، خو زه نه منم. زما په اند، روسيه او امريکا نه غواړي له پوځي لارې چارې دغه مسئله حل کړي. باور لرم چې نړيواله ټولنه غواړي له زور او قوې پرته دغه مسئله حل کړي.

نوموړي وويل، چې د سوريايانو په شمول ټول خلک هيله لري چې ډيپلوماتيک کوښښونه به بريالي شي او د زور زياتي د کمښت پر بنسټ تړون لاسليک شي، تر څو په سوريه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای