CRI Online

په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې د نړيوال اقتصاد په اړه پلان وټاکل شي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-22 16:14:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په امريکا کې د چين لوی سفير چوي تيان کې د اګيست په شلمه نېټه په واشينګټن کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په هانګ جو ښار کې د چين او امريکا مشرانو ترمنځ د نوي پړاو ملاقات به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره قوي لارښوونکي رول ولوبوي او د شلو هېوادونو د ډلې سرمشريزه غونډه به د نړيوال اقتصاد پر راتلونکي ژوره اغيزه وکړي.

د امريکا سپينې ماڼۍ په دې وروستيو ورځو کې خبر ور کړ چې ولسمشر بارک اوباما به د سپتمبر په پيل کې له چين څخه ليدنه وکړي او په ياده غونډه کې د ګډون په ترڅ کې به د چين د دولت رئيس له شي جين پينګ سره ملاقات وکړي.په دې هکله سفير چوي تيان کې وويل (اواز.........) څلوېښت کاله دمخه په هانګ جو ښار کې د شانګهای ابلاغيه خپره شوه، نو هانګ جو يو تاريخي اهميت لرونکی ځای دی. د تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو تاريخ ښودلې چې چين او امريکا بايد يو له بل سره همکاري وکړي يعنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي ډول اړيکې دې ټينګې کړي.

په امريکا کې د چين د لوی سفير په توګه ښاغلي چوي تيان کې د ٢٠١٣کال،٢٠١٤ کال او ٢٠١٥ کال لپاره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په ملاقاتونو کې ګډون وکړ. د ده په اند د چين او امريکا ترمنځ ستراتيژيک ديالوګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ ،د خپلمنځيو همکاريو د پراخوالي او د توپيرونو پر لېری کولو مثبته اغيزه کړې او ډېر مهم لارښوونکی رول يې لوبولی دی.هغه باور لري چې د چين او امريکا ترمنځ په نوي پړاو ملاقات کې همداسې لاسته راوړنې تر لاسه شي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې اوس د نړيوال اقتصاد او پولي چارو پرمختګ له ډېرو پيچلي عواملو سره مخامخ دی او د اقتصاد پرمختيايي انجين هم نه دی قوی ، نو دا په ياده غونډه کې يوه مهمه دنده ده او د چين او امريکا ګډه دنده هم ده چې څنګه د نړيوال اقتصاد په اړه پلان وټاکل شي.سفير چوي وويل (اواز............)چين او امريکا په نړۍ کې د دوو تر ټولو لويو اقتصادي هېوادونو په توګه په دې برخه کې خپل اړين مسئوليت لري او نور مهم رول به ولوبوي تر څو ارزښتناکې نتيجې تر لاسه شي.چين او امريکا په دې برخه کې يو له بل سره د نظريو تبادله کړې او کوي يې.

اوس مهال د نړۍ په ځينو هېوادونو او سيمو کې له نړيوال کېدو سره د مخالفت اوازونه پورته شوي.په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو د ډلې په سرمشريزه غونډه کې برخه وال به د دې مسئلې په هکله بحث وکړي.

ښاغلي چوي په دې اند دي چې انسانان بايد د ډېرو مسئلو د حل وفصل لپاره ډېر وختونه ولګوي.په تېرو لسګونو کلونو کې د نړيوال کېدو له امله ډېر پرمختيايي فرصتونه برابر شوي دي.د بريکس هېوادونو په شمول ډېرو پرمختيايي هېوادونو د پرمختايي فرصتونو په نيولو سره خپل اقتصادي پرمختګ موندلي دي.په عين وخت کې د نړيوال کېدو په اثر ډېرې ننګونې هم رامنځته شوي دي. هغه وويل(اواز.........)

په تېره بيا د هغو ننګونو او ستونزو له منځه وړلو ته ډېره پاملرنه وکړو چې ښايي نړيوال کېدل ځينو ټولنيزو غړو او هېوادونو ته ورسوي تر څو د ټولو هېوادونو خلک له نړيوال کېدو څخه برخمن وي.

هغه باور لري چې په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو د ډلې سرمشريزه غونډه چې عنوان يې د يو خوځنده ځواک او نوښت لرونکي نړيوال اقتصاد پرمختګ دی،د يادو ننګونو پروړاندې يو مثبت ځواب دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای