CRI Online

د المان، فرانسي او ايتاليا ګډه سرمشريزه غونډه په ايتاليا کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-23 16:37:42

د المان، فرانسي او ايتاليا سرمشريزه غونډه د ايتاليا د وينتوتيني ټاپو ته نژدی تر سره شوه چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي له وتلو وروسته د اروپايي ټولنې د پرمتګ په هکله بحث وکړ. دا له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو له ټولپوښتنې وروسته د المانړ فرانسي او ايتاليا د مشرانو تر منځ يوه ډېره مهمه غونډه وه. د يورو په کارونکې سيمه کې اقتصادی پرمختګ، د کډوالو او ترهګرۍ له امله په اروپا کې رامنځته شوی امنيتي مسئلې په غونډه کې د پاملرنې وړ ټکی وو.

ايتاليا د غونډې ځای د وينتوتيني ټاپو ته نژدی ټاکلی، څرنګه چې په ١٩٤١ کال کې التيرو سپينيلي د فاشيشت حکومت له خوا تښتول شو او د دغه ټاپو په زندان کې د ازادې او يوموټې اروپا ته د روانېدو په نوم اعلاميه يې وليکه او د فدرالي اروپا د جوړېدو نظر يې وړاندی کړ. د غونډې د پيل مخکې د ايتاليا صدراعظم ماتيو رينزي، د فرانسي صدراعظم فرنکويس هولاندي او د المان صدراعظمې انګيلا ميرکيل په ځانګړې توګه په دغه ټا پو کې د اروپايي ټولنې د نظريې مخکښ له مقبرې ليدنه وکړه او وروسته د چورلکې له لارې د ګاريبالدي په نوم په الوتکه وړونکې بيړۍ کې يې ګډه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د ايتاليا صدراعظم رينزي څه دپاسه ١٥٠ خبريالانو ته وويل ډېر خلک دا نظر لري چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي له وتلو وروسته به دغه ټولنه ضعيف وي. په واقيعت کې دا سم نه دی. موږ د بريتانيا د خلکو ټاکنې درناوی کوو او د اروپا د راتلونکې لپاره به نوې پاڼه به وليکو.

د ايتاليا د سمندري پوځ الوتکه وړونکې بيړۍ په وروستيو مياشتو کې د مديتراني په سمندر کې د غير قانون سازمان له خوا د کډوالو له قاچاق سره د مبارزې لپاره د سوفيا فعاليت تر سره کړ او په همدې وخت کې له کډوالو سره په بشري مرستو کې يې هم ګډون درلود. په واقعی ډول د کډوالو مسئله د يادې سرمشريزې غونډې يو مباحثوی مضمون دی. د ايتاليا صدراعظم رينزي وويل المان، فرانسه او ايتاليا دا مانا نه لري چې د ټولو اروپايي هېوادونو لپاره د پريکړې حق لري، يوازې دا نظر لري چې د اروپايي ټولنې د لويو هېوادونو د جوړونکو هېوادونو په توګه دغه دريواړه هېوادونه بايد فعال رول ولوبوي. ياده غونډه په عمده توګه په سپتمبر مياشت کې په براتيسلاوا کې د اروپايي ټولنې د ٢٧ هېوادونو د غير رسمی سرمشريزې غونډې لپاره تياريانې ونيولې.

د فرانسي ولسمشر هولاندي د اروپا امنيتي مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي او دا نظر لري چې اروپا بايد د امنيت ساتلو لپاره اغيزمنې لارې چارې پيدا کړي. د اروپايي ټولنې بېلا بېل هېوادونه بايد په سرحدی سيمو کې د ادارې د همغږۍ او د استخباراتي مالوماتو د شريکولو چارې پياوړې کړي او په همدې وخت کې د امنيت خونديتوب په چارو کې لا زياتې پيسي وکاروي. هولاندي په پای کې وويل فرانسي، المان او ايتاليا به د اروپايي ټولنې د سمندري غاړو د ګزمو ټيم جوړ کړي.

د المان صدراعظمې انګيلا ميرکيل په پای کې وويل د اروپايي ټولنې د جوړېدو نظر د خړپړې زمانې په وخت کې د تجربو له راغونډولو وروسته رامنځته شوی او دغه نظر ريښتيا شوی. نو بايد د اروپايي ټولنې د بهرني او کورني امنيت د ساتلو لپاره کوښښ وشي. هغه د هولاندي له هغه نظر څخه ملاتړ کوي چې په سمندري سيمو کې همکارۍ او د کډوالو ادارې پياوړې کړي، خو په همدې وخت کې يې پر دې ټينګار وکړ چې بايد له ترکيې سره همکارۍ ټينګې کړي او په عمده توګه د مالي او ناييجر په شمول د کډوالو د ليږدونکو هېوادونو سره خبرې اترې او همکارۍ پياوړې کړي. په پای کې په اروپا کې د ناردنيګ د زياتېدو په هکله د ايتاليا صدراعظم رينزي وويل ټولو ته مالومه ده چې اروپا له سختو مسئلو سره مخامخ دي چې تېر کال المان يو مليون او يو لکه کډوال منلي دي، په فرانسي کې ترهګريز بريدونه رامنځته شوي او په ايتاليا کې ځيني خلک د اروپايي ټولنې په هکله د شک رويه غوره کوي. خو اوس دلته ټول کسان باور لري چې اروپايي ټولنه يوه مسئله نه ده، خو د ډېرو مسئلو د حلولو يوه لاره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای