CRI Online

د توليدي توان د پياوړتيا په برخه کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ همکاريز امکانات ډېر دي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-24 15:10:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د فورم چارو په هکله د چين لوی سفير لي چنګ ون د مصر په قاهره کې وويل چې د توليدي توان د پياوړتيا په برخه کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ همکاريز امکانات ډېر دي.

د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې هغه وويل چې په دې وروستيو کلونو کې چين او عربي هېوادونو د اقتصاد د خوځنده ځواک د پياوړتيا لپاره د صنايعو جوړښت تنظيم کړی دی.د ده په اند د توليدي توان د لوړوالي په برخه کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاسته راوړنې تر لاسه کړې او ښه راتلونکی لري.هغه وويل (اواز.............)چين له سعودي عربستان سره په ګډه په دې هېواد کې د نفتو د تصفيې لويه فابريکه جوړه کړې چې کلنۍ توليدي اندازه يې شل مليونه تڼه دي.له دې فابريکې څخه مې څو ځله ليدنه وکړه .ويل کيږي چې د توليدي توان د پياوړتيا په برخه کې دغه فابريکه يوه نمونه جوړه کړې ده.د معلوماتو له مخې ځينو چيني تصديو په سعودي عربستان، عمان او متحده عربي اماراتو کې صنعتي او اقتصادي سيمې جوړې کړې.په مصر کې د سويس کانال صنعتي سيمې د دوهم پړاو پروژه د جوړېدو په حال کی ده. باور لرم چې د لومړي پړاو پروژې پر بنسټ لازيات چيني تصدۍ راجلب شي.

نوموړي خبريال ته وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د اقتصادي سيمې د جوړونې او د توليدي توان د لوړوالي په اړه د همکاريزو پروژو په شمول د چين او عربي هېوادونو ترمنځ ډېرې پروژې په همکاريزه اجنډا کې شاملې دي.هغه هيله لري چې په نژدې راتلونکې کې يو لړ پروژې تر سره شي .د ده په اند دا پانګوالو ته ښه زيری دی چې د توليدي توان د پياوړتيا په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاريز امکانات ډېر دي .

ښاغلي لي چنګ ون پر دې ټينګار وکړ چې د توليدي توان د پياوړتيا په برخه کې چين غواړي چې له نورو هېوادونو سره خپلې تجربې او تخنيکونه شريک کړي.هغه وويل (اواز..........) اوس چين د صنعتي جوړښت د بدلون د چټکتيا په پړاو کې دی او غوره تخنيکونه او تجهيزات لري،نو کولی شي چې له پراخو پرمختيايي هېوادونو سره نه يوازې پرمختيايي تجربې بلکې دغه غوره تخنيکونه او معيارونه شريک کړي.

د روان کال په جنوري مياشت کې د چين حکومت د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د مسلکي تګ راتګ بنسټ د ټينګېدو لپاره د عربي هېوادونو په اړه د چين تګلاره خپره کړه چې له مخې يې چين غواړي چې له دغو هېوادونو سره کلتوري تبادلې زياتې کړي او په علومو،ښوونې،کلتور، روغتيا ، راډيويي او فلمي چارو کې به د دواړو خواوو ترمنځ همکاري پياوړې کړي.ښاغلي لي چنګ ون په ځانګړی توګه په ښوونيزه روزنه کې د دواړو خواوو ترمنځ نوي همکاريزه پروژه ياده کړه.هغه وويل (اواز.........)

د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ژباړونکو لپاره د لومړي پړاو کورس به ژر پيل شي او په هغه وخت کې به د بېلا بېلو عربي هېوادونو پنځلس تنه زده کوونکي په دې يو کلن کورس کې د ګډون لپاره شانګهای ته لاړ شي.باور لرم چې په راتلونکې کې به د عربي هېوادونو ځوانان د ژباړونکو په توګه خپلې دندې پر غاړه اخلي چې دا هم د پاملرنې وړ ده.

له شپېتو کلونو راهيسې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ همکاري يوه نمونه جوړه کړې ده او باور دی چې د يوه کمربند او يوې لارې په نوي چوکاټ کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري به نوي پړاو ته ورسيږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای