CRI Online

د امريکا کارپوهان هېله لري چې د شلو هېوادونو ډله به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-25 15:45:30
د شلو هېوادونو يوولسمه سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له څلورمې نيټې څخه تر پنځمې نيټې پورې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګجو ښار کې تر سره شي. د امريکا د ماليي وزير جيکوب ليو به د اګست په ٣١مه نېټه د امريکا د کارپوهانو په يوه څانګه کې د دغې سرمشريزې غونډې په هکله هيله څرګنده کړي او ارزونه به وکړي. مخکې د امريکا کارپوهانو په جلا جلا توګه هيله ښودلې وه چې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ هڅونه وکړي، چين او امريکا خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه نړيوالې مسئلې حل کړي.

د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې د پيل ورځ به ژر ورسيږي او د د غې غونډې په هکله موضوع په امريکا کې پاملرنې راجلب کړي دي. په ٢٠٠٨ کال کې له پولي بحران راهيسی د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو ګامونه ورو دي، اقتصادی پرمختګ برابر نه دی او د ضعيفېدو له خطر سره مخامخ دی. د امريکا د سپينې ماڼۍ د نړيوالو اقتصادي چارو د امنيتي مشاور مرستيال والي اډيمو مخکې په واشنګتن کې د شلو هېوادونو د ډلې په هکله يو سمينار کې وويل که حکومت لا نورې اغيزمنې تګلارې غوره نه کړي، د شخصي تصديو د پانګونو هڅونې په ترڅ کې به له ستونزو سره مخامخ وي، نو د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ په اړوند د بېلا بېلو هېوادونو ګډو بحثونو ته اړتيا شته. (اواز)

زما په نظر دا ډېره مهمه ده چې بېلا بېل هېوادونه بايد فکر وکړي چې څه کارونه تر سره کړي او څه ډول مالي تګلارې غوره کولی شي، د نظارت او ادارې تګلارې له لارې د شخصي تصديو د پانګونې پرمخبيولو نه پر ته د نړيوالو وړتياوو زياتوالي ته هم اړتيا شته. نو موږ بايد په هراړخيزه توګه د پيسو، اقتصادي جوړښت او ماليي تګلارې غوره کړو.

اوس د شلو هېوادونو ډلې د اقتصادي هېوادونو عمومي سوداګريز ارزښت د ټولې نړۍ په سوداګريز ارزښت کې اتيا سلنه برخه نيسي، اقتصادی پيمانه يې د ټولې نړۍ ٨٥ سلنه برخه نيسي، نفوس يې د ټولې نړۍ دوه په دريمه برخه نيسي. د سوداګرۍ وزيرانو په کچه د شلو هېوادونو ډلې غونډه چې د روان کال د جولای په ١٠مه نېټه پای ته ورسيده، د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ په هکله يې ډېرې ګډې نظريې تر لاسه کړې دي. ښاغلي والي اديمو(اواز)

د سوداګرۍ وزيرانو په کچه د شلو هېوادونو ډلې په غونډه کې د تر لاسه شوي تړون له مخې به د دغې ډلې غړي د بازاري توان د پياوړتيا لپاره اغيزمن تدبيرونه ونيسي او د عدالت هڅونه به وکړي. په راتلونکی کې به د شلو هېوادونو ډله په مداومه توګه د ريښتينو نړيوالو مسئلو حلولو لپاره د ټولې نړۍ په چوکاټ کې لايحې طرحه کړي.

په ١٩٩٨ کال کې د اسيا د پولي بحران له رامنځته کېدو وروسته د شلو هېوادونو ډله په دويم کال کې جوړه شوه چې د دغه پولي بحران ته ورته پيښو د مخنيوي، د نړيوال اقتصاد او پيسو د تګلارو په هکله د اړوندو هېوادونو تر منځ د بحثونو او غير رسمي خبرو اترو د تر سره کولو او د نړيوالو پولي چارو او د پيسو سيستم د ثبات ساتلو موخې لري. په ٢٠٠٨ کال کې د نړيوال پولي بحران له رامنځته کېدو وروسته د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه پيل شوه او ګام په ګام د اتو هېوادونو ډلې پر ځای د نړيوال اقتصاد په هکله يو عمده همکاريز فورم ګرځيدلی دی. ښاغلي والي اديمو وويل (اواز)

له چين سره مو د روان کال د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په هکله ډېرې همکارۍ کړې دي. چين د سرمشريزې غونډې د لايحو جوړولو، د وزيرانو په کچه د غونډې ځای د ټاکلو په برخو کې ښې تياريانې نيولې دي. موږ هيله لرو چې په هانګجو کې دغه سرمشريزه غونډه بريالې وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای