CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ تاريخي تګ راتګ(۱)

cri     (GMT+08:00) 2016-08-25 18:36:01

افغانستان د منځنۍ اسيا، جنوبي اسيا او لويديځې اسيا په منځ کې پروت دی چې له جيالوژيکي سياسي موقعيت لحاظه ډېر مهم ځای نيسي او د اسيا زړه په توګه ګڼل کېږي.

په اوسني افغانستان کې بلخ، کابل، کندهار او هرات ټول د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې ډېر مهم او ستر سوداګريز مرکزونه و. د افغانستان مشهور تاريخپوه محمد رسول باوري او د چين په اړه کارپوه نقيب الله مل دا نظر لري چې په افغانستان کې د ورېښمو لرغونې لارې درې ښاخونه موجود وو.

لومړی، د کابل لار: د ورېښمو جنوبي لار د کابل لارې په نوم يادېده، د هند پوتالي پوترا څخه پيل کېده، د فيروز پور، لاهور، راولپنډۍ، ټکسلا او پېښور څخه تېرېده کابل ته رسېده، کابل ته د ورېښمو لارې بل ښاخ د چترال، کنړ او له لغمان تېرېده کابل ته رسېده، د جلال اباد او کابل لويې لارې په سر د ورېښمين تنګي نوم زموږ د دې ادعا څرګند ثبوت دی. له دې ځای څخه تر تېرېدو وروسته بغلان او بلخ او په دې سره د ورېښمو پر نړيوالې لارې ورګډېده.

دوهمه، د کندهار لار: دغه لار د هند پوتالي پوترا څخه پيل د فيروز پور، سکر، شکارپور، لور لايي، کوېټې څخه تر تېرېدو کندهار ته رسېدله، د لارام له لارې هرات ته رسېدو سره د ورېښمو پر نړيوالې عمومي لارې ورګډېدله.

درېيمه، د بلخ لار: د ورېښمو لارې يو مهم سوداګريز مرکز بلخ و. له بلخ نه ختيځ ته تر بېجينګ د چين تر اوسنۍ پلازمېنې رسېدله. د دې لارې په سر د تمځايونو، رباطونو او کاروان سرايونو مشهور نومونه، د فيض اباد، تاشقرغان، يارکند، ختن، روشان، درواز، سيرانتروس او بېجينګ و.

د ورېښمو لرغونې لارې ياد ښاخونه نه يوازې د مهمو سوداګريزو مرکزونو په توګه د بلخ، کابل، کندهار او هرات د سمسورتيا لامل شوي وو، بلکې په لرغونې زمانه کې يې د چيني تمدن او نورو نړيوالو تمدنونو ترمنځ يو بل ته د خپرونې او تبادلې لپاره د مزي نښلوونکی رول حتی د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه هم تر سره کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای