د تاريخي اسنادو له مخې، د چين او افغانستان ترمنځ تر ټولو وختي تاريخي تګ راتګ په قبل الميلاد ۱۳۹کال کې لويديځې سيمې ته د چين د شي هان امپراطورۍ سلسلې ديپلومات جانګ چيان سفر و.
له ميلاد مخکې د دوهمې پېړۍ په پای کې د چين په شمال او شمال لويديځ کې د هون قوم کوچيانو به کله کله پر چين او ځايي اوسېدونکو حملې کولې، د هغوی مالونه او شتمنۍ به يې لوټلې، له ميلاد مخکې ۱۳۹کال کې د چين هان سلسلې امپراطور (( وو دي)) يو استازی چې جانګ چيان نومېده ، شمال لويديځې خوا د ((ژو جه)) مملکت ته د مرستې تر لاسه کولو په موخه ولېږه، تر څو د ((ژو جه)) مشران دې ته وهڅوي په ګډه له دواړو خواوو پر هون باندې بريد وکړي. ((ژو جه)) مملکت د اوسني تاجکستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې پروت و چې د باختر پلازمېنې بلخ ته ډېر نژدې و. په شاوخوا قبل الميلاد ۱۲۸کال کې جانګ چيان ژو جه مملکت ته ورسېد او هلته يو کال پاتې شو. که څه هم د ((ژو جه )) مملکت سره يې په ګډه پر هون بريد کې مرسته تر لاسه نه کړه، خو هغه د امو سيند په تېرېدو سره بلخ ته تللی او په خپل کتاب کې يې په دې اړه څه ليکلي دي. چين ته د جانګ چيان تر بېرته راتګ وروسته د چين د شي هان سلسلې يو ځل بيا باختر ته يو ځانګړی استازی ولېږه چې په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې ټينګې شوې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |