CRI Online

چين به د څو اړخيزې ديپلوماسۍ پړاو ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-26 11:08:59

د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي په بېجينګ کې وويل چې چين به د څو اړخيزې ديپلوسۍ پړاو ته ورسيږي. هغه باور لري چې چين به په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو د ډلې د سرمشريزې غونډې له لارې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د نړيوالې ټولنې د بشپړتيا لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي.

د همدې ورځې په ماسپښين وزير وانګ ايي د البانيا د بهرنيو چارو له وزير شادي سره خبرې اترې وکړې او تر هغه وروسته يې په يوه خبري ناسته کې د دغې غونډې د يادونې په ترڅ کې وويل(اواز..........)چين به د څو اړخيز ديپلوسۍ پړاو ته ورسيږي.د شلو هېوادونو د ډلې سرمشريزه غونډه به په روان کال کې د چين لپاره يو ډېر مهم ديپلوماتيک ډګر وي.د بېلا بېلو خواوو تر ملاتړ لاندې د دې غونډې د چمتوالي کارونه په سالمه توګه روان دي.چين او د هانګ جو ښاروالي چمتو ده چې چين ته د برخوالو د راتګ هرکلی وکړي.هېله او باور لرم چې دغه غونډه به د بېلا بېلو کوښښونو له امله لاسته راوړنې تر لاسه کړي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا لپاره به خپل مهم خدمت وکړي.

چين او البانيا عنعنوی دوستي لري.د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې د البانيا تر ملاتړ لاندې چين په برياليتوب سره په م م کې خپله حقه څوکۍ بيا ونيوله. په دې هکله وانګ ايي وويل (اواز.........) د چين حکومت او خلک تل تر تله په دې برخه کې د البانيا خدمتونه يادوي.د چين په ديپلوماتيکو چارو کې يوه ښه عنعنه شته يعنې خپلو زړو دوستانو ته ډېر ارزښت ور کوي.زمونږ دوستي به نسل په نسل ټينګه شي .هر بدلون چې په البانيا کې راشي، چين به د يوه زوړ دوست په توګه در سره همکاري پياوړې کړي.

په منځنۍ او ختيځۍ اروپا کې د يوه مهم هېواد په توګه البانياد دې سيمې د ١٦ هېوادونو او چين ترمنځ د همکاريز ميکانيزم يوه مهم غړی هم دی.دغه همکاريز ميکانيزم د يادو هېوادونو او چين ترمنځ د عنعنوی دوستۍ د ژورتيا او د ګډو ګټو پربنسټ د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا لپاره نوی جوړ شوی همکاريز ډګر دی او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د برابر پرمختګ لپاره نوی تدبير هم دی.وانګ ايي هيله وښودله چې دغه همکاريز ميکانيزم به د اروپايي هېوادونو د يو ځای کېدو لپاره ګټې ورسوي.هغه وويل (اواز........) د روان کال په نومبر مياشت کې به په لاتونيا کې د يادو ١٦ هېوادونو او چين ترمنځ د مشرانو غونډه تر سره شي . مونږ هيله لرو چې له دغو هېوادونو سره يو ځاې د دې ميکانيزم د لازياتو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې وکړو.که څه هم اروپا له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده، خو هيله لرو چې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا له لارې د اروپا د يوځاې کېدو بهير پرمخبوزو او د اروپا د پرمختګ او سمسورتيا لپاره د چين رغنده رول ولوبوو.

د دې ميکانيزم په هکله د البانيا د بهرنيو چارو وزير شادي هيله لري چې د چين او د منځنۍ او ختيځۍ اروپا هېوادونو ترمنځ همکاري پياوړې شي.هغه وويل (اواز...............) ډېره خوشحاله يو چې چين زمونږ له سيمه ييزو هېوادونو سره د رښتينو همکاريو د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې کوي او هيله لرو چې د چين حکومت له ختيځۍ او جنوبي اروپا سره همکاري پياوړې کړي او نوی همکاريز ميکانيزمونه جوړ کړي تر څو زمونږ د سيمه ييزو هېوادونو د پرمختګ لپاره ډېر مهم خدمت وکړي.

په همدې ورځ وانګ ايي له ښاغلي سادي سره د ويزې د اسان کېدو ياددښت لاسليک کړ چې له مخې به د دواړو هېوادونو اتباع په هر پنځو کلونو کې څو ځله اعتباري ويزې تر لاسه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای