د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د اګست په پنځه ويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر افغان امريکايي پوهنتون د بريد سخته غندنه وکړه او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې د بريدګرو د توقيف لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
په دې اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې بېلا بېل هېوادونه دې د م م د منشور او د نورو نړيوالو قوانينو سره سم د ترهګريزو عملياتو سره د مبارزې لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي او د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو سره سم دې د ترهګرو او ترهګريزو سازمانونو د پيسو سرچينې لارې بندې کړي.
د اګست په څليرويشتمه نېټه، څو بريدګرو د افغان امريکايي پوهنتون د دروازې پر مخ ځانمرګي چاودنه وکړه او وروسته يې د پوهنتون پر امنيت ساتونکو او زده کوونکو ډزې وکړې چې له امله يې د دوو بريدګرو په شمول پنځلس تنه ووژل شول او پنځه څلوېښت تنه نور ټپيان شوي دي. تر اوسه پورې هيچا يا سازمان د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |