CRI Online

له ايي وو ښار څخه د افغانستان تر مزار شريف پورې د باروړونکي اورګاډي تګ راتګ پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-08-29 10:24:08

د اګيست د ٢٨مې نيټې د سهار په لسو بجو او اتلسو دقيقو له ايي وو ښار څخه د افغانستان تر مزار شريف پورې اورګاډی د ايې وو ښار له لويديځ اورګاډي ستېشن څخه د افغانستان د مزار شريف په لور وخوځيد. دا له ايي وو ښار څخه تر افغانستان پورې لومړی باروړونکي اورګاډی دی چې پکې سل کانتينرونه بار و او عمومي وزن يې يوولس سوه او څلور شپېته ټنه دي او ارزښت يې له څلور مليونه او پنځوس زرو امريکايي ډالرو څخه زيات دی.

د ايي وو د سوداګريزې ادارې د يوې شمېرنې له مخې د ٢٠١٦ کال له جنوري څخه تر جون پورې له ايي وو ښار څخه افغانستان ته صادراتي او وارداتي ارزښت اتلس مليونه درې لکه او شل زره امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلوېښت برابره زيات شوی دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای