د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې (G20) يوولسمه سرمشريزه غونډه به د راتلونکې سپتمبر په ٤مه او ٥مه نېټه د چين په هانګجو ښار کې ترسره شي. د دې ډلې د رئيسه هېواد په توګه، چين د نوښت او حياتي ځواک لرونکی او منونکی نړيوال اقتصاد جوړول د دې سرمشريزې غونډې عنوان ټاکلی. اوس د نړيوال اقتصاد د بيااحيا توان کمزور دی، بېلا بېلې خواوې هيله لري چې چين د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره نوې نظريې وړاندې کړي.
چين د ٢٠١٥ کال په دسمبر مياشت کې د G20 د رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخيسته. له دې راهيسې، چين په دوامداره توګه د نړيوال اقتصاد ادارې ته د چيني لايحې د وړاندې کولو لپاره کوښښ کړی او کوي يې. په ياده سرمشريزه غونډه کې د خبرو اترو هغه موضوعات لکه د اقتصادي پرمختګ نوې طريقې، د نړيوال پولي چارو د اغېزمنې ادارې، د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې هڅونه او داسې نور، ترې د چيني وړانديز نښې نښانې ښکاري.
اوس د نړيوال اقتصاد د بيااحيا توان کمزور دی او د اقتصادي پرمختګ نوې سرچينې پيدا کول اوسنی بېړنی کار دی. له دې څخه مخکې نړيوال پولي سازمان او نړيوال بانک په جلا جلا توګه د نړيوال اقتصاد د سږني پرمختګ ټاکلې اندازه ټيټه کړې ده. چين د لومړي ځل لپاره د اقتصاد نوښتي پرمختګ د G20 سرمشريزې غونډې د عمده موضوع په توګه ټاکلی. دا د چين ځانګړتيا لري، څرنګه چې د چين په ديارلسم پنځه کلن پلان کې نوښتي پرمختګ د ټول هېواد د پرمختګ مرکزي ټکی ګڼل کېږي. د چين د عصري نړيوالو اړيکو د څېړنيزې ادارې څېړونکې چن فنګ ينګ وويل د چين دغه وړانديز به د نړيوال اقتصاد د نوښتي پرمختګ لپاره نوی پلان جوړ کړي. هغې وويل
((د نوښت او پرمختګ عمده معنا د تکنالوژۍ، نظام او د بازاري نظريو نوښت دی، نو موږ په څرګنده توګه د نوي صنعتي انقلاب، دېجيتل اقتصاد او نړيوال انلاين سوداګرۍ په شمول نظريې وړاندې کړې. موږ هيله لرو چې دغه نوې نظريې به د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره هڅوونکی رول ولوبوي.))
د اقتصادي جوړښت اصلاح په دې سرمشريزه غونډه کې د اقتصاد د نوښتي پرمختګ مهم محتويات دي. د چين د خلکو پوهنتون د مالي چارو پوهنځي د مرستيال جاو شي جون په اند، چين د لومړي ځل لپاره د جوړښت اصلاح د مالي او پولي چارو له تګلارو سره په ګډه ګوري، هيله لري چې په ياده سرمشريزه غونډه کې د جوړښت اصلاحاتو په وسيله د نړيوال اقتصاد اداره پياوړې کړي. هغه وويل
((د نړيوال اقتصاد د دغه پړاو تنظيم په اسانه توګه نه کېږي، يوازې د مالي او پولي تګلارې په تنظيمولو سره ترسره نه کېږي. بايد د جوړښت له لحاظه او د جوړښت په برخه کې د توپيرونو د لرې کولو په وسيله ترسره کېږي. نو د جوړښت اصلاحات د اقتصاد د دوامدار پرمختګ د هڅولو لپاره يوه مهمه برخه ده. ))
چين د پرمختيايي هېواد او نوي بازار د استازي په توګه، تل د نړيوال اقتصاد او د پولي چارو د ادارې او اصلاحاتو لپاره کوښښ کړی او کوي يې. د G20 په ياده سرمشريزه کې به په دې اړه بحث وشي. چين به پکې چيني وړانديز وکړي. هغه وويل
((مخکې د نړيوال پولي ادارې عمده ځواک پرمختللي هېوادونه وو، او د پرمختيايي هېوادونو د وينا کولو او د رايګيرۍ حق ډېر کمزوری و. موږ هيله لرو چې د دغو اصلاحاتو له لارې به د نړيوالو پولي چارو جوړښت د ګردې نړۍ د ګډو ګټو استازيتوب وکړي، نه يوازې د پرمختللو هېوادونو د ګټو. ))
برسيره پردې، چين د لومړي ځل لپاره د چاپېريال ساتونکو پولي چارو مضمون د G20 په اجنډا کې شامل کړی او په دې سرمشريزه غونډه کې به په دې اړه لومړی راپور خپور شي چې د نړيوال اقتصاد له دوامدار پرمختګ څخه ملاتړ وشي.
20160829ss.m4a
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |