CRI Online

په افغانستان کې تښتول شوې استراليايۍ مېرمن خوشي شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-29 16:48:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د استراليا د بهرنيو چارو وزير يليزابيس بيشوپ د اګست په نهه ويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په افغانستان کې تښتول شوې استراليايۍ مېرمن کيري جن ويلسون په همدې ورځ خوشي شوې ده. د دې روغتيايي حالت ښه دی.

بيشوپ وويل، موږ د افغان حکومت او د استراليا د لوی سفارت له مرستو څخه ډېره مننه کوو. له دې امله چې حکومت دې نورو تښتول شويو کسانو ژوند وساتي، د ويلسون د خوشي کېدو جزيات به و نه ښودل شي.

د سږ کال په اپرېل کې، دا استراليايۍ مېرمن کيري جن ويلسون په جلال اَباد کې تښتول شوې وه. هغه د ډنمارک د افغانو کډوالو د مرستندويه کمېټې يوه کارکوونکې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای